افغانستان

دفاع وزارت وایي، کندز کې يې څلور ویشت طالبان وژلي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت دفاع وزارت وايي، د کندز ولایت په خان اباد، دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې یې درې څلوېښت طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې.

طلوع نیوز د دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په بنسټ وایي، چې تېره شپه د کندز ولایت په یادو شویو ولسوالیو کې له طالبانو سره د دولتی عسکرو د مخامخ جګړې په مهال د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون څلور ویشت طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې په بنسټ، په جګړه کې دوه دولتي سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

بل لور ته له کندز ولایت څخه په خپرو شویو راپورونو کې بیا راغلي، چې د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې  د الوتکو بمبار د «عبدالرشید» په نوم د یوه ملکی کس کور بشپړ ویجاړ کړی او په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنه وژل شوي.

تر دې دمه لا څرګنده نه ده، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې وژل شوي ملکیان حکومت په طالبانو شمارلي او که وژل شوي طالب جنګیالي یې په بېله نښته کې وژلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close