روغتیا

د مرض د انتقال په اړه د اسلام لید لوری

طالب العلم بسمل

که په قران کې داسې یو آیت موجود وای ، او په دې خبره یې په قطعي توګه دلالت کولای چې مرض ساری نه وي او یا په دې اړه یو قطعی الدلالت حدیث روایت شوای وی، نو زه په دې عقیده یم چې په نفس الامر کې به هم خبره همداسې وه او چا چې دا خبره نه منلی، د عقیدې له لحاظه به خراب و، خو حقیقت دادی چې مرض اخستونی او ساري دی، کوم علماء چې د مرض انتقال نه مني له هغوی سره هم دلایل شته خو په قوت کې د هغو دلایلو سره مساوي نه دي چې عدم انتقال ترې معلومیږي.

بله دا چې محدثینو د داوړو لورو احادیثو ترمنځ داسې تطبق کړی چې وروسته له لوستلو یې سړي ته سوال او شک نه پیدا کیږي، ځینې محدثین که څه هم د مرض د انتقال حدیثونه منسوخ ګڼي خو ابن حجر په فتح الباري کې وایي چې د اکثرو قول راجح دی هغه دا چې نسخه نشته، بلکې د احادیثو جمعه واجب ده والصحيح الذي عليه الأكثر ويتعين المصير إليه أ لا نسخ بل يجب الجمع بين الحديثين وحمل الأمر باجتنابه والفرار منه على الاستحباب والاحتياط والأكل معه على بيان الجواز (فتح الباري).

علامه نووي هم همدا خبره کوي والصحيح الذي قاله الأكثرون ويتعين المصير إليه أنه لانسخ بل يجب الجمع بين الحديثين وحمل الأمر باجتنابه والفرار منه على الاستحباب والاحتياط ، لا للوجوب
له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه روایت دی چې فِرَّ من َ المَجذومِ کما تَفرُ مِن الاسد یعنې له جذام وهلي نه داسې تښته لکه له زمري نه چې تښتې.

وروى أبو نعيم من حديث الأعرج عن أبي هريرة أن النبي صلی الله علیه وسلم قال اتقوا المجذوم كما يتقي الأسد. كان فى وفد ثقيف رجل مجذوم فأرسل إليه النبى صلى الله عليه و سلم إنا قد بايعناك فارجع د ثقیف په وفد کې یو تن مجذوم ؤ رسول الله مبارک د چا په لاس احوال ورولیږه چې له تاسره بیعت شو، بیرته وګرځوه.

وروى أيضا من حديث ابن أبي أوفى أن رسول الله قال كلم المجذوم وبينك وبينه قيد رمح أو رمحين رسول الله مبارک فرمايي چې له مجذوم سره په داسې حال کې خبرې کوه چې ستا او د هغه ترمنځ یوه، یا دوه نیزې واټن وي.

د دویمې کټه ګورۍ د علماوو دلیل د جابر رضي الله تعالي عنه حدیث دی چې نبي کریم صلي الله علیه وسلم د مجذوم لاس په کاسه کیښود ورته یې وویل چې وخوره او په خدای توکل وکړه، خپله نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم ورسره وخوړه.

دد غو دوو حدیثونو څو جوابونه دي(۱) لومړی دا چې دا د لومړیو حدیثونو سره د معارضې جوګه نه دي ، (۲) رسول الله مبارک ډوډۍ نه وه ورسره خوړلې بلکې امر یې ورته کړی ؤ، (۳) د جهالت په زمانه کې د خلکو دا عقیده وه چې مرض پخپله انتقال کوي (الله جل جلا له یې حقیقي موثرنه ګاڼه) رسول الله صلي الله علیه وسلم وپوهول چې (لاعدوي )یعنې مرض پخپل انتقال نه کوي بلکې د یو چا ناروغه کیدل او د مرض راتلل دا د خدای کار دی او له ناروغانو سره یې اختلاط ظاهري سبب دی (۴) له جذام څخه د فرار امر د وجوب لپاره نه بلکې د استحباب لپاره دی او د اختلاط حدیث د جواز لپاره.

دا بحث د احادیثو په ځانګړې توګه د بخاري او مسلم په شرحو کې موندلای شئ، ما له عمدة القاري، فتح ا لباري او د مسلم شریف د علامه نووي له شرحې راخستی دی.

زه نه کوم پوه عالم یم او نه داسې تکړه لیکوال خو دا چې ومې لیدل چې ځینو کسانو اوریدلي و چې اسلام د مرض انتقال نه مني  او مشاهده یې باالعکس وه، دغه راز د ټولې دنیا د ډاکترانو خبرې یې هم په ځمکه نشوی اچولای نو له يو ډول اضطراب سره مخ ول.

هغه د لیوني ټوکه به درمالومه وي چې چا پوښتنه ترې کړې وه چې خدای لوی دی که غر، دی حیران ؤ، ویل یې که ووایم چې خدای لوی دی خو غرهم لوی دی. زه چې کله داسې حالت ووینم نو د شاعرۍ له بړستنې سره پښې نه غزوم له ممبره راښکاره کیږم، مطلب مې دادی چې موږ ته پکار نه دي چې په دې حساس وخت کې مسلمانانو ته د اسلام په اړه شکونه پیدا کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x