افغانستانروغتیا

کرونا ويروس؛ افغانستان کې د دولتي ادارو کاري موده درې ساعته کمه شوه

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ويلي، د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې يې په دولتي ادارو کې کاري موده درې ساعته راکمه کړې او اوس به مامورين يوازې پنځه ساعته حاضري کوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، کابينې تاييد کړې، چې له روغتيا وزارت پرته پلازمېنې کابل او ټولو ولايتونو کې به د دولتي ادارو کاري موده د اتو ساعتونو پر ځای يوازې پنځه ساعته وي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون نن يکشنبه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، کاري ساعت به سهار له اتو د ماسپښين تر يوې بجې پورې له وقفې پرته روان وي او تر هغې وروسته به رخصت وي.

اعلاميه زياتوي، په کومو ادارو کې، چې کارونه زيات وي، هغه به په دوو شفټونو کې کار کوي او له يوې بجې تر څلورو به دوهم شفټ کار کوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون وايي، ټولې دولتي ادارې او مسؤولين دې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره خپل رول ادا کړي او په خپرو شوو لارښوونو دې عمل وکړي.

د کرونا ويروس د مخنيوي په لړ کې حکومت له ۵۸ کالو زياتو عمر لرونکو او اُميندوارو ښځينه مامورينو ته د يوې مياشتې لپاره رخصت ورکړی.

حکومت تر دې وړاندې ټول ښوونځي او پوهنتونونه هم رخصت کړي دي.

حکومت په داسې حال کې په دولتي ادارو کې د کاري رژيم د کمولو پرېکړه کړې، چې نن په هېواد کې د کرونا ويروس لس نورې مثبتې پېښې هم تاييد شوي او ټولې ۳۴ ته ورسېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x