شعـــــرونه

د سترګو توره/تپاند زهاد

تپاند زهاد

را اوري مي په زړه باندي ستا غم د سترګو توره
ستا هجر کړم په ملا باندي  راخم د سترګو توره

اخ څنګه دې انځور د حافظي څخه کړم حذف
قسمت دي را یادیږي مي هر دم د سترګو توره

لیمې مي شي ټناکي چي دې حسن  راپه زړه کړم
له سترګو څه مي اوښکي ځي نم نم د سترګو توره

ښایست دي ستا ښکلا ته صدقه شي د زړه سره
لتا نه دې قربان شي دا ټول چم د سترګو توره

زه خلګ او دنیا څه کوم ته بس راته ګران یې
وماته یې له هرچا محترم د سترګو توره

الله دي ســـلامـــت تــر کلـــي راولــه اتلـــه
غیږ راکړه په تندي دي ښکلوم د سترګو توره

پنځه وخته لمانځه کي ستا بریا د ربه غواړم
تپاندزُهاد) دُعاؤي درته کړم د سترګو توره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x