شعـــــرونه

اخر به را پیدا شي

حفيظ الدين پيرزاده

آخر به را پیدا شي، در نه و به کړ‎ي پوښتنه
دا خاورہ مالک لري، نه دہ بې څښتنه!

ستا په پاچاھۍ کې د بمونو مور نازله شوہ
ارگ مو د عزت نښه چکلې باندې بدله شوہ
جوړ‎ہ له خبیثو مفعولانو نه ستا ډله شوہ
موږ‎ به ستا د کوم رذالت وکړ‎و یادونه؟
دا خاورہ مالک لري، نه دہ بې څښتنه!

ته په چل فریب او سازشو باندې باچا شوې
ته نیم عبد الله وې، اوس پورہ سم عبدالله شوې
خدای خبر چې ولې دې ولس ته کرونا شوې
ربه عزرائیل سرہ یې ژر وکړ‎ې لیدنه
دا خاورہ مالک لري، نه دہ بې څښتنه!

تا نیلام ته کیښودل زموږ‎ ټول ارزښتونه
تا مو قاتلانو ته ورکړ‎ي مډالونه
تا ھوا گز کړ‎ې، ھوایي دې دھلیزونه
بس کړ‎ہ نورہ مکوہ د خوار ملت لوټنه
دا خاورہ مالک لري، نه دہ بې څښتنه!

ته نمک حرام یې چې د سولې دښمني کړ‎ې
ھلته یو فقیر مامور وې، دې ولس غني کړ‎ي
سټیج کې یو دم چیغه کړ‎ې، پیښې د لیوني کړ‎ي
کله جگ شې ونې ته یا خرہ خیژئ په ونه
دا خاورہ مالک لري، نه دہ بې څښتنه!

ته خو به دا وایې چې به تښتې امریکا ته
یا به په لبنان کې د خسر بابا جي خوا ته
څوک به دلته نه وي چې حساب ور کړ‎ې سبا ته
سوگند دی چې را کش دې کړ‎ي واپس له واشنگټنه
دا خاورہ مالک لري، نه دہ بې څښتنه!
_________________

حفیظ الدین پیرزادہ

ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x