افغانستان

د ميدانښار ښارواله په کابل ښار کې له وسله وال بریده روغه وتلې

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): د ميدانښار پر ښاروالې ظريفه غفاري د کابل ښار په لويديځ خوشحال خان سيمه کې وسله وال برید شوی، خو نوموړې ترې روغه وتلې ده.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز رسنيو ته وويل، پر ظریفه غفاري دا برید نن ماسپښين ۱:۳۰ شوی او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کړی او وايي، د بریدګرو لټون يې پيل کړی دی.

ميرمن غفاري نږدې دوه کاله مخکې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري د ازاد رقابت له لارې د ميدانښار ښارواله ټاکل شوې وه، خو د کار پر وړاندې يې ډېر خنډونه رامنځته شوي وو.

نوموړې پنځه مياشتې خپل کار ته نه پرېښودل کېده او په کابل کې اوسېده.

ميرمن غفاري په تکراري توګه ويلي، چې د کار پر وړاندې يې ستونزې او خنډونه رامنځته کيږي.

هغې دا هم ويلي و، چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ورته د بلې دندې ورکولو وړانديز کړی، خو دې رد کړی دی.

پر نوموړې د بريد انګيزه تر اوسه نه ده روښانه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x