نړۍ

پاکستان وايي چي امریکا باید د میډیا له لاري پیغامونه لیږل بند کړي

salman_bashir_pakistan_foreign_ministerنن ټکی آسیا: د پاکستان د بهرنیو چارو منشي سلمان بشیر نن وویلی چي تر اوسه پوري امریکا ددوی سره د اسامه بن لادن د میرمنو د حوالې په اړه هیڅ اړیکه نه ده نیولي.

بشیر زیاته کړه چي د امریکايي اولس مشر باراک اوباما پاکستان ته راتګ لغوه شوی نه دی، خو تر اوسه یي نیټه مالومه نه ده.

د نومړي په وینا که امریکا غواړي چي پاکستان ددوی سره همکاري وکړي،

نو امریکا ته په کار ده چي د میډیا له لاري پیغامونه استول بند کړي، او د حکومت سره دي مخامخ اړیکي ونیسي.

بشیر زیاته وکړه، چي دده په اصطلاح د تروریزم ضد جګړه د پاکستان په خپله فایده کي ده، او د امریکي سره د پاکستان تعلقات په سهي سمت روان دي.

کله چي بشیر دا خبره کوله چي امریکا د اسامه بن لادن د میرمنو په اړه رسمي غوښتنه نه ده کړې، امریکايي رسمي سرچینو دا منلې او ویلي دي، چي پاکستان دوی ته د اسامه میرمنو څخه د پوښتنو او تحقیقات کولو پوره اجازه ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x