افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبانو او افغان حکومت د بندیانو په اړه پر سکایپ ویډیو کانفرانس کړی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، نن د طالبانو، امریکایانو، افغان حکومت او قطریانو تر منځ څلور اړخیزه ویډیويي کانفرانس جوړ شوی وو، تر څو د بندیانو د خلاصون په اړه خبره وکړي.

نوموړي دغه خبري تخنیکي خو مهمې، جدي او تفصیلي بللې او زیاته کړې چې د انټرنیټ له لاري پر سکایپ وشوې او تر دوه ساعتونو پوري يې دوام کړ.

خلیلزاد د طالبانو او حکومت څخه مننه کړې چې د کورونا وایرس خطر ته متوجې دي او پوهیږي چې د بندیانو په موضوع کې چټکوالی نور هم مهم شوی دی.

د نوموړي په وینا ټولو اړخونو د تاوتریخوالي کمښت، بین الافغاني مذاکراتو، هراړخیز او دایمي اوربند ته خپله ټینګه ژمنتیا وښودله او پریکړه وشوه چې دوه ورځې وروسته به بله ورته تخنیکي ناسته هم کیږي.

باید وویل شي چې طالبانو د افغان حکومت د هغه پلاوي سره د لیدو څخه انکار کړی وو کوم چې قطر هیواد ته د طالبانو لیدو ته ورغلی وو او ویلي وه چې د بین الافغاني مذاکراتو د مقدماتي خبرو او ایجنډا ټاکلو لپاره طالبانو غوښتي، خو طالبانو دغه خبرې رد کړي او د پلاوي سره یې د لیدو څخه انکار کړی وو.

د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم د امریکایانو او قطریانو د دیپلوماتیکو کوششونو وروسته بالاخیره طالبانو منلې وه چې د افغان حکومت لوري د بندیانو د تخنیکي کمیټې سره وګوري، خو د کورونا وایرس د خپرېدو او قطر هیواد ته د پروازونو د بندېدو وروسته پریکړه وشوه چې دغه ناستې به د انلاین ویډیويي کانفرانس له لارې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x