افغانستانسولې اړوند خبرونه

قطر: د طالبانو او حکومت تر منځ د بندیانو په اړه تخنیکي بحث وشو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د امریکا او قطر په منځګړېتوب نن د یکشنبې په ورځ د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو د خلاصون په اړه تخنیکې خبرې د کورونا وایرس د خپرېدو له امله د ویډیويي کانفرانس له لارې وشوې.

د خپرپاڼې سره سم دغه تخنیکي خبرې ګټورې او مهمې وې، دواړو اړخونو د بندیانو د لستونو، د لستونو سره سم د بندیانو د تایید، د هغوی د خلاصون د ځایونو او انتقالاتو په اړه مهم بحثونه وکړل.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي ټولو اړخونو د تاوتریخوالي کمښت، بین الافغاني مذاکرات او د سولې پر اهمیت ټینګار درلود او وعده یې وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به دغو بحثونو ته ادامه ورکوي.

د خبرپاڼې سره سم قطر او امریکا پر دواړو اړخونو ټینګار وکړ چې د بندیانو د خلاصون په برخه کې دي د کورونا وایرس له وجې عملي ګامونه چټک کړي.

او زیاتوي: دغه خبرې د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې د لاسلیک شوي تړون پر اساس د سولې پر لور مهم ګام دی چې اخیستل کیږي.

باید وویل شي، نن د یکشنبې په ورځ د کابل په وخت یولس نیمې بجې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د قطر او امریکا په منځګړیتوب لومړی ویډیويي کانفرانس جوړ شو او په اړه یې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، چې دغو ټیمونو د بندیانو د خلاصون په اړه تخنیکي بحث وکړ.
شاهین ټینګار کړی چې د نورو موضوعاتو په هکله خبرې به په بین الافغاني مذاکرات کې کیږي.

خو د افغان حکومت له لوري ویل شوي چې په دغه ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او اوربند باندي هم خبرې وشوې.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو د سیاسي دفتر د بندیانو د خلاصون کمیټې یوه غړي چې په غونډه کې يې ګډون درلود، وویل، د طالبانو له لوري د نورو هر ډول موضوعګانو په اړه د بحث څخه معذرت وغوښتل شو او ټینګار وشو چې دغه ویډیويي کانفرانس یوازي د بندیانو د خلاصون په اړه دی، د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون وروسته به د ژمنې سره سم ټول شموله بین الافغاني مذاکرات تر سره کیږي چې د کابل اداره به هم د یوه جهت په توګه په کښي ګډون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا چه د غلامی اداری او امارت تر منځ د قطر او امریکا په منځګړیتوب قطر کی خبری کییږی هیله مند یو [ اصلا خو د توافقنامی له مخی د امریکایانو مسولیت وو او دی ] چه د نبدیانو د ازادلو په میکانیزم خبری کوی هر څومره چه ژر وشی ښه به وی چه دکرونا وایروس ورڅخه دمخه نه شی لوی ناورین به رامنځته شی . مګر زما به اند ، دا غلام غنی نه دی چه بندیان ازاد او یا بند وساتی هغه یو غلام دی او غلام د پلان جوړولو او یا تصامیمو نیولو حق نه لری څه… نور لوستل »

Tooba Jan

د کابل لاس پوڅی اداره باید په دی خبرو کی بیخی دخیله نه وی ځکه د اسلامی امارت د بندیانو مسله د امریکایانو سره ده او له امریکایی باید وغواړی هغه به بیا د کابل اداره پوه شه او د کابل د اداری بادار چی څنګه میکانیزم ورته جوړی او څنګه یی راخلاصوی خو د کابل مدیریت ته باید دخبرو کولو وخت ورنکړل شی او نه هم تصمیم نیولی سی ځکه موږ او تاسو یی ښه ښه مثالونه لرو چی د دوی دیری کرښی سری وی خو دیر ژر د سری کرښی رنګ تغیر شی

Tooba Jan

او بل داسی انګازی هم شته چی کیداسی چی د کابل غلامه اداره د خپل بادار په ایشاره د کرونا وایرس په بهانه یو تعداد بندی مجاهدین په شهادت ورسوی او یا یی مړی او ژوندی ورک کړی بیا خو نو بهانه جوړه ده وای کرونا وایرس نیولی ده او مړ شو نو د اسلامی امارت مشران او کشران د په دی خبره باندی سر خلاص کړی چی اوس یی ورسره شریکه کړی چی دا کړنی او داسی بهانی موږ ته د منلو وړ نه دی او باید هڅه یی هم ونشی

عبدالواحد

ښکاره خبره ده بین الافغانی مذاکرات به یوموقتی صالح مسلمان حکومت ټاکی چه تردی حکومت لاندی به یواسلامی مخلص حکومت ټاکل کیږی ۱٪ملحدین پر افغانستان تفل کمه دحل اودملک دآرامۍ لاره نده د۴۰کاله ناورین اوخون ریزۍ هم په دغه سبب وی چه ۴۶کفارملکونه یی وشړل داممکنه ده چه ۱٪ملحدین دی پرقدرت پاته سی،هیڅکله نه.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

جمبل

که د بندیانو واک د غلامی اداری سره و نو ولی طالبانو د امریکا سره د بندیانو د خلاصون خبره مطرح کړه ؟
که د بندیانو واک د غلامی اداری سره و نو ولی یی امریکایانو د خلاصون ژمنه وکړه ؟
پدی ټوله پوهیږی چی نه امریکا صادقه ده او نه یی هم غلامان او پدی هم ټوله پوهیږی چی غلام دولت یو طالب بندی هم د امریکایانو له اجازی پرته نسی ایله کولای .
دا به د وخت ضیاع وی چی د غلامانو سره دی پدی اړه خبری وسی .

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x