افغانستان

د کرونا وایرس له ویري، حکومت جنايي بندیان خوشي کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل):د اشرف غني تر مشري لاندي د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د احتیاطي تدابیرو په توګه یو شمیر بندیان خوشي کیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اشرف غني په مشري په یوه غونډه کې چې د نوموړي مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار، قاضي القضات، د سترې محکمې رئیس او لوی څارنوال په کښي ګډون کړی وو، دا پرېکړه وشوه.

د خبرپاڼه سره سم: په دغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه د زندانونو چارو د تنظیم لوی رئیس هم حضور درلود، د هغو محبوسینو او توقیف شویو د خلاصون په اړه چې اړوندې دوسیې یې برخلیک ټاکونکي شوي نه دي، بحث او خبرې وشوې. غونډې پرېکړه وکړه چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې دې د زندانونو چارو د تنظیم اداره او د عدلي او قضایي ارګانونو مسوولین د ذکر شویو محبوسینو او توقیف شویو د خلاصون لپاره یوه مشخصه طرحه ترتیب کړي، ترڅو وتوانېږو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښونو مطابق د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه، د ازادۍ د سلب په محلونو کې لازم تدابیر ونیسو.

بلخوا د محبسونو د چارو د تنظیم عمومي رئیس احمد راشد طوطاخیل رسنیو ته ویلي چې په خوشي کیدونکو بندیانو کې به د طالبانو بندیان او هغه کسان چې کورني او بهرني امنیتي جرمونه یې تر سره کړي، نه وي شامل.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د کرونا وایرس د خپرېدو سره سم په ملي او نړیواله سطحه اندېښنې زیاتي شوې چې په افغانستان کې به دغه وبا خصوصا په محبسونو کې ناورین را منځته کړي ځکه چې هلته د صحت او پاکي لپاره هیڅ انتظام نشته او د بندیانو شمیر د محبسونو تر اندازې ډیر زیات دی.

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ۴۰ تایید شوي پيښې ثبت شوي دي او یوه کس ددغه وایرس له امله ساه ورکړې، خو اندېښنه شته چې په وایرس د اخته کسانو شمیر به تر دې ډیر زیات وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x