
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د جرمني لومړۍ وزيره انجيلا مېرکل له خپل ډاکټر سره تر ليدو وروسته په خپل کور کې قرنطين شوه.
د جرمني حکومت يوه وياند ويلي، د مېرمن مېرکل ډاکټر مزمرخېل دوه ورځې وړاندې نوموړې ته د نمونيا د مخنيوي واکسين ورکړی و، اوس د هغه کرونا ويروس ازموينه مثبته راغلې ده.
د حکومتي وياند په وينا د ډاکټر له مثبتې ازموينې وروسته انجيلا مېرکل هم د روغتيايي ټيم په مشوره ځان په خپل کور کې قرنطين کړی دی.
لومړۍ وزيرې مېرکل ته د هغې د ډاکټر په اړه د کرونا ويروس د مثبتې ازموينې راپور په داسې حال کې ورسېد، چې نوموړې په ټول هېواد کې د کرونا د مخنيوي په موخه د سختو قوانينو د عملي کولو اعلان کړی دی.
د جرمني حکومت د نوې پرېکړې له مخې تر راتلونکو دوو اونيو پورې په هر ډول غونډو بنديز دی او هېڅ ځای کې له دوو کسانو زيات نه شي راټولېدی.
د رپوټونو له مخې د قرنطين پر مهال به د مېرمن مېرکل روغتيايي ټيم د هغې معاينه کوي او له خپل کوره به حکومتي چارې پر مخ بيايي.