افغانستانسولې اړوند خبرونه

ایران: د کابل سیاسي کړکېچ د امریکا د بي پروايي له امله دی  او سیمې ته ژور زیان لري

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ روان سیاسي اختلافات د امریکا د بې پروایي او د ۲۰۱۴ میلادي کال له ټاکنو څخه د درس نه اخستلو له امله دي.

د ایران د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ایران د افغانستان روانې چارې له نږدې څاري او د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د ټاکنو له امله راپورته شوي اختلافات د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات ته ژور خطر بولي.

اعلامیه کې وړاندې ایران د امریکا له لوري ټاکنو ته نه توجه او د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو څخه درس نه اخستل د روان سیاسي کړکېچ سرچینه بللې او زیاته کړې یې ده « د امریکا د ولسمشر ټاکنیزو تبلیغاتو ته لومړیتوب ورکول او د سیمه ییز ثبات او امنیت په نظر کې نیولو پرته د خپلو خبرو مخته وړل ددې لامل شول، چې د افغانستان داخلي وضعیت له پامه وغورځول شي او په تعقیب یې اوسنی حالت رامنځته شي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، د عبدالله او اشرف غني د ټاکنیزو اختلافاتو په اوج کې امریکا غواړي د افغانستان ملي مصالح د خپلو سیاسي اهدفو قربان کړي، نو ځکه د افغانستان سیاسي مشرانو ته ښایي، په یوه ټول شموله دولت موافقه وکړي تر څو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره شي.

د ایران د اعلامیې له مخې، دا هیواد تیار دی د افغانستان د سولې او ثبات په لاره کې هر ډول همکاري وکړي.

ایران داسې مهال د افغانستان د داخلي سیاسي کړکېچ له امله اندېښمن دی، چې د واک پر سر د عبدالله او اشرف غني اختلافات لا هم پای ته نه دي رسېدلي او نه په دې برخه کې د امریکا هڅو او منځګړیتوب تر دې دمه کومه مثبته پایله ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x