نړۍ

پاکستان: ټرمپ دې له کورونا سره د مبارزې په هدف له ایران بندیزونه پورته کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» د امریکا له ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» غوښتي، چې د بشردوستي په بنسټ دې پر ایران لګېدلي بندیزونه د یوې مؤقتې مودې لپاره پورته کړي.

عمران خان په خپل ټویټر لیکلي « د امریکا له ولسمشر څخه د بشردوستي په بنیاد غواړم، څو پر ایران باندې لګېدلي بندیزونه د کورونا د وباء د پای ته رسېدلو تر مهاله پورته کړي، ایران له یوه ناوړه حالت سره مخ شوی او د لګېدلو بندیزونو له امله له کورونا سره مبارزه ورته ستونزمنه ده.»

د عمران خان په خبره، له کورونا سره د مبارزې په موخه  باید ټول انسانیت یو موټی شي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» له خپل پاکستاني سیال «شاه محمود قریشي» سره د تلیفون له لارې غږېدلی او له نوموړي یې مننه کړې، چې د امریکا له لوري پر ایران د لګېدلو «یو اړخیزه» او «ظالمانه» بندیزونو د پورته کولو په اړه یې غږ پورته کړی.

یاده دې وي، ایران د افغانستان په ګاونډ کې یو له هغو هیوادونو دی، چې کورونا وېروس پکې په چټکۍ خپرېږي، د رسمې شمېرو له مخې تقریبا په هرو لسو دقیقو کې یو ایرانی خپل ژوند له لاسه ورکوي او لس نور په دې وژونکي وایروس باندې ککړېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close