افغانستان

طالبان-عسکرو ته: زموږ غېږه درته خلاصه ده، د پردیو مشرانو لپاره ځانونه مرګ ته مه ورکوئ

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د کابل ادارې عسکرو ته یې لا له وړاندې عمومي عفوه اعلان کړې او غېږه یې ورته خلاصه ده، نو ځکه هغوی ته نور نه ښایي، د یو نه پوره کېدونکي هدف لپاره د پردیو مشرانو په خوښه ځانونه د مرګ خولې ته ورکړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې ویل شوي، سره له دې چې د «کابل رژیم» په وړاندې ددوی جګړه له شوې موافقې سره په ټکر کې نه ده، خو هغوی یې د تبلیغاتي موادو په حیث استعمالوي او تر څنګ یې زیاته شوې « وروسته له هغه چې د کابل ادارې بنسټګرو او تمویلونکو امریکایانو له افغانستانه د خپل ناروا اشغال د ټغر ټولو پر سر له اسلامي امارت سره هوکړه وکړه، د اسلامي امارت محترم مشرتابه د کابل رژیم ټولو منسوبینو ته عمومي عفوه اعلان کړه او ترې ویې غوښتل چې له بېځایه مخالفته، چې دنیا او آخرت دواړه یې له ګواښ سره مخ کوي، لاس واخلي.»

تبصره کې وړاندې راغلي« په داسې حال کې چې له یوې خوا بادار لاس ترې واخیست او بلخوا یې لا هم پر وړاندې د ولس غېږه ورته خلاصه پاتې وه، د کابل رژیم د عسکرو لپاره تر ټولو غوره لار د هغه وسلې غورځول دي چې پردیو د خپل مسلمان ورور د وژلو لپاره په لاس کې ورکړې وه.»

طالبانو عسکرو ته په خطاب کې ویلي، چې غوره به وي چې دوی د پردي او نه متحقق کېدونکي هدف لپاره د بېځایه سر بایللو پرځای نور د خپل ولس په څنګ کې کښېني، هغه ناکامه او ناروا لار نوره پریږدي چې دا تېر نولس کاله یوازې له خپل ولس او تش لاسو مسلمانو وروڼو سره په کې په جنګ اخته وو.

دوی په پای کې یو ځل بیا عسکرو ته د وسلې د اېښودو په صورت کې بشپړ ډاډ ورکړی؛ خو تر څنګ یې ګواښ کړی، هغه څوک به ارام پرېنږدي، چې د «اشغال د خاتمې» او د «اسلامي نظام د تحقق» په وړاندې خنډ جوړوي.

دغه تبصره داسې مهال خپرېږي، چې درې ورځې وړاندې په زابل کې ۲۵ عسکر د خپلو نورو ملګرو له لوري، چې ویل کېدل له طالبانو سره په اړیکه وو، ووژل شول او په تعقیب یې یو شمېر دولتي رسنیو او دولتي ادارو توند غبرګون وښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

بهترین کارهمدغه دورورګلوۍ تبلیغات دی ښه به داوی چه وتوانیږی شبنامی تقسیم کی چه مظلوم بی علمه مجبورعسکر دملحد حکومت له ملګرۍ لاس واخلی اوکه ممکن وی یوڅه اقتصادی کومک هم ورسره وکی له عوامواوسرمایه دارانوکومک وغواړی چه ملک په سخت ناورین کی پساودۍ.دغه هم دناټواشاری دی چه اشرفۍ ملحدلکه دسوریی حافظ الاسد ملحدیادمصر السیسی ملحدیی دملک دمسلمانانوپرمقابل مقاومت کولوته هڅولی دی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

احمد

دا ډیره ښه او ګټوره اعلامیه ده اوس دې هرهغه عسکر او یا د حکومت پلوي خلک له دې زريني موقع څخه ګټه واخلي او که نه سر لا نور تمبه کوي او د پردو خدمت چوپړ ته اخلاصمندی کوي بيا خو يو بل علاج نشته پرته له مرګه د غني د فيسبوک انډيوالانو متوجه شي تاسو هروخت ګيلمن يي غ حضرت او …..

غ.حضرت

احمد خانه ( بیانزی ساب) !
دا به ستر منافقت وی چی د یوې لیکنی لاندی په دوو بېل بېل نومونو بعضاً متضاد نظرونه وړاندی کیږی.
ته او طالب ## د پلیدو امریکائیانو او انګرېزانو په مصنوعی تنفس ځانونه مه تسکینوئ.
احمده!
زه ډاډ درکوم چی د بیا احتمالی حاکمیت په صورت کی به مخکی لدې چی طالب تېر ځل غوندی غوائی غوندی غوبل جوړ کړی، پخپلو منځو کی به د ګور چنجی غوندی یو بل سره وخوری.

مجاهد

هو، دا یو نیک عمل دی او ښه موثریت لری چه عسکرو او کوزبوړو مامورینو ته د وروری بلنه ورکړی چه له غلامی اداری راجلا او د ملت په ګرمه او مهربانه لمن کی د مجاهدو ورونو سره د بلواکی په ځای د خپلواکی د پاره یو ځای شی، زه سل په سلو کی تاییدوم .
که دا کار پرله پسی وشی ، شب نامی او روزنامو کی او ویدیو ګانو کی وویل شی په تلویزونو او ریدوګانو کی وویل شی مننه

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x