افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

ويسا ورځپاڼه: د حکومت په وړو کې شګه ده، د سولې بهير د ځنډولو هڅه کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): له کابله خپرېدونکې «ويسا» ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د کابل حکومت د مشر اشرف غني د سلاکار وحيد عمر هغه څرګندونې راخيستي، چې وايي، د کرونا له امله به بین الافغاني خبرې وځنډول شي.

د سرمقالې ليکوال وايي، د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کول او بهانې لټول د اشرف غني د تېر شپږ کلن حکومت ځانګړتياوې دي او له دې لارې خپلې بې کفايتۍ، کمزورۍ او پټو ارادو ته توجيه لټوي.

«اشرف غني هم ويلي، له کرونا سره مبارزه په ملي يووالي ممکنه ده.»

ورځپاڼه وايي، دا خبره سمه ده، چې داسې مبارزه په ملي يووالي ممکنه ده، خو ايا ملي يووالی همداسې کېږي، چې يوه خاصه ډله او ګروپ دې د ولس پر برخليک حاکم وي، د ولسي ستونزو د حل هوډ او اراده دې هم ونه لري او ټول ولس دې محروم وي؟

سرمقاله زياتوي، ملي يووالی له ولس سره په همغږۍ ممکن دی او د دې لپاره اساسي شرط دا دی، چې د حکومت او عام ولس ګټې يو ډول وبلل شي، خو اوس خلک ګوري، چې د ارګ او ولس ګټې له يوه بله ډېرې لرې دي.

ويسا ورځپاڼه وايي، ولس سوله او د روانې جګړې ختمېدل غواړي او غوښتنه کوي، چې له طالبانو سره د سولې پروسه په رښتينې معنا پر مخ بوځي، خو حکومت له کرونا ويروس سره د مبارزې په پلمه د سولې بین الافغاني خبرو د ځنډولو هڅه کوي او له دې ښکاري، چې د حکومت په وړو کې شګه ده او داسې بهانې د خپل واک د غځولو لپاره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

یوه خبره چی زما په زهن کی لاینحله ده هغه داچی : که تر ۱۴ میاشتو د بندیانو تبادله پوره نسی او یا د غلام دولت سره د طالبانو خبری نتیجه ورنکړی بیابه څه کیږی ؟ امریکایان به توافقنامه ناچله وګڼی ؟ که جواب هو وی نو ولی یی پر سر سر ښه کلک نه وهی چی سر د اوسه هرڅه ومنی ، دا خلګ د خبرو خلګ ندی دویته سوټی پکار دی ، دا خلک چی د خپل خالق نه منی نو د هغه د لاری د مجاهدینو به څه ومنی . پدی ټوله پوهیږی چی یو غلام هم… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL

حدای (ج) شاهد دی یوازینی نفر چه حقیقی سوله غواړی دکتور صاخب اشرف غنی دی۰
طالیبانو هو د اشغال چیغی وهلی اوس د ا مریکا سره یی خبره خل شوه۰ نو اوس ولی افغان عسکرو باندی خملی کوی۰ د عسکرو د وژلو لپاره هیڅ روایت نه لری۰ د خدای او رسول په وړاندی ملامت یاست۰ د ایران او پنجاب د خوشخالی د پاره خپل وطنوال مه وژنی۰دا هو مسلمانان دی د وطن خدمت کوی۰ مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x