روغتیانړۍ

د کرونا زیاتوالي له کبله د نیویارک روغتونونه د وسایلو له کمښت سره مخ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا ستر ایالت نیویارک ښار ښاروال خبرداری ورکړی چې د روغتونونو د عملیاتونو لپاره اړین تجهیزات او وسایل له کمښت سره مخ دي او ذخیره شیان یوازې د څو ورځو لپاره کافي دي.

د نیویارک ښاروال ډي بلاسیو وویل، د ښار روغتونونه چې د کرونا ویروس زیاته شمېره په کې ثبت شوې د تجهیزاتو کمښت له کبله سقوط سره مخ شوي دي.

ډي بلاسیو امریکایي شبکې سي ان ان ته زیاته کړه، «مونږ د جراحي ماسکونو او د تنفسي ناروغیو وسایل پراخه کمبود سره مخ یو، دا هغه څه دي چې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره اړین دي، او شته وسایل یوازې کولی شي د راتلونکو لسو ورځو لپاره استفاده شي».

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هېواد کې د طبي اړین تجهیزاتو تولید او د توزیع چټکولو لپاره فوځ ته د چمتو کېدلو امر کړی دی.

نوموړی زیاتوي، «که چیرې مونږ په راتلونکو لسو ورځو کې د تنفسي ناروغۍ وسایل ترلاسه نه کړو، نو هغه څوک چې د وسایلو په واسطه ژغورل کیدلی شي هم به په ساده ډول له منځه ولاړ شي».

ټرمپ خبرداری ورکړ چې «له دې نوره بده نشي راتلی»، دغه وبا په حیرانونکي ډول چټکه خپریږي، او د ۱۹۳۰م کلونو څخه وروسته یو لوی خطر دی او د امریکا خلک له جدي بحران سره مخ کولی شي.

د نوموړي په وینا ددې لپاره مونږ اړ یو فوځ په بشپړ ډول متحرک کړو، او له کانګریس څخه غواړو تر څو داسې لاس پر سر شو لکه څنګه چې د یو لوی او ویروونکي خطر پرمخ روان یو.

ډونلډ ټرمپ خپلو هېوادوالو ته د وینا پرمهال زیاته کړه، «خلک وژغورئ، روغتونونه خوندي کړئ. ښارونه، ایالتونه او لایتونه خوندي کړئ».

په امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې کرونا وبا خپره شوې ده چې تر دې مهاله په کې له ۳۴زرو زیاتې پيښې ثبت شوي او ټولټال یې ۴۵۲ کسان وژلي دي.

د یادې شمېرې له مخې یې یوازې په نیویارک ښار کې ټولې ۱۶۹۰۰ پېښې ثبت شوي، دغه راز په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۱۱۰ نوې مثبتې پېښې راپور شوي او ۳۶ کسان وژل شوي دي، په یاد ښار کې د مړو ټوله شمېره (۱۵۰) کسانو ته پورته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x