
هغه خواړه چې ويټامن سي لري، ګټې او زیانونه یې!
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): ويټامين سي يو له هغه ويټامينونو څخه شمېرل کيږي چې د بدن په سالم ساتلو او یو لړ بدني سېستمونو کې په کار راځي لکه د بدن عصبي او دفاعي سيستمونه.
همدا راز ويټامين سي يو لړ مهم کارونه چې بدن ورته اړتیا لري په کار اچوي او د بدن په عصبي او دفاعي سيستم او په ځانګړي توګه د پوستکي په ښکلي او نرم کېدو او د هډوکې په پياوړي کېدو کې مهم رول لوبوي، دغه راز هغه څه چې په بدن کې د سرطان خطر د رامنځته کېدو لامل ګرځي کچه یې ټيټوي او د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.
همدا راز ويټامين سي د یو لړ نورو ګټو څخه هم برخمن دی، د وينې د رګونو سربېره د زړه په پیاوړې کېدو، د لوړ فشار لرونکو کسانو د فشار د کچې په راکمېدو او د زړه په رنځ اخته کسانو سره مرسته کوي. ددې سربېره هغه کسان چې په بدن کې په کافي اندازه ويټامين سي ولري د کولېسترول کچه به یې ټيټه او نورمال وي.
ويټامين سي د سترګو د نظر په پياوړي کېدو او د شکر ګواښ کچې کمولو کې مهم رول لوبوي، دغه ډول د پښتورګو او د ماغزو د خرابېدو احتمال او د وينې د کمښت څخه بدن ژغوري.
د ویټامن سي اړتیا
په ورځ کې د لويانو (بالغو) کسانو لپاره څومره ويټامين سي په بدن کې اړينه ده؟
د سړو لپاره د ۹۰ ملي ګرامو په اندازه
د ښځو لپاره د ۷۵ ملي ګرامو په اندازه
د امېندوارو ښځو لپاره ۸۵ ملي ګرامو په اندازه
د تي ورکوونکو ښځو لپاره د ۱۲۰ ملي ګرامو په اندازه ويټامين سي اړينه بلل کیږي.
کوم خواړه ویټامن سي لري؟
لکه څرنګه چې ويټامين سي په بدن کې پخپله نه تولېديږي نو بايد د ويټامين سي لرونکي خواړه په پوره پيمانه وخوړل شي.
د تازه مېوې په خوړلو سره هم ويټامين سي په بدن کې پوره کولی شو. د بیلګې په ډول:
- يوه پياله د مالټې شربت چې ۴۲۴ ګرامو سره برابر وي ۱۸۸.۹ سلنه ويټامين سي جوړوي.
- د یوې پیالې په اندازه د امرود شربت چې ۳۷۷ ګرامو سره برابر وي ۴۱۹ سلنه ویټامن سي تشکیلوي.
- د ۹۷.۶ ګرامو په اندازه سټابري (ځمکیني توت) خوړل ۱۰۸ سلنه ويټامين سي تشکيلوي.
- د رومیانو ۱۷۰ ګرامه جوس ۱۸۸.۹ سلنه ویټامن سي تشکیلوي.
- د پپيتا ۹۵.۶ ګرامه میوه ۱۰۶.۲ سلنه وټیامن سي جوړوي.
- د اناناس میوې یوه ټوکړه چې د ۱۷۸.۹ ګرامو سره برابر وي ۸۷.۷ سلنه ویټامن سي تشکیلوي.
- د کیوي یوه دانه میوه چې ۶۴ ګرامو سره برابره وي د ۷۱.۱ سلنې په اندازه ویټامن سي لري.
- د انګورو یوه پياله جوس چې ۹۳.۹ ګرامه وي ۱۰۴.۳ سلنه ویټامن سي لري.
- د ۴۴.۵ ګرامه په اندازه ليمو ۴۹.۴ سلنه ويټامين سي تشکيلوي.
- يوه غټه مالټه خوړل چې د ۹۷.۵ ګرامو په اندازه وي ۱۰۸.۸ سلنه ویټامن سي لري.
ددې سربېره يو لړ نور خواړه هم شتون لري چې په پراخه کچه ويټامين سي لري، لکه: توتان، روميان، بانجان، شین ګوپي (بروکولي)، کرم (بند ګوپي) مرچک، الو او داسې نور…
د ويټامين سي د کمښت زيانونه
لکه څرنګه چې مو وويل چې ويټامين سي شتون د انسان په بدن کې اړين دي نو د نه شتون پرمهال یې ځينې زيانونه زیات دي لکه:
د بندونو درد، د خولې یا وریو څخه وينه راتلل، د ستړيا او خپګان، د زخم اوږدېدل یا ژر نه جوړېدل، د غاښونو کمزوري کېدل، د پوستکي ډیرې ستونزې، په اسانۍ سره په ناروغۍ اخته کېدل، په انفکیشن یا انتان اخته کېدل، د زړه او د وینې رګونو ناروغي، د پښتورګو ناروغي، د سترګو نظر کمزوري کېدل او د وينې کمښت.
دا هغه څه دي چې د ويټامين سي په نشتون کې انسان ته پېښیږي.
نو له همدې کبله چې دغه ويټامين کوم ته چې انسان په پراخه کچه انسان ورته ضرورت لري او پوره کول یې په بدن کې اړين دي، نو بايد ددغه ويټامين لرونکي خواړه په کافي اندازه وخوړل شي تر څو د يو لړ رنځونو او ناروغیو څخه وژغورل شئ.