افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته رارسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): اسوشيټيد پریس خبري اژانس راپور ورکوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» په یوه بېړني او نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلی.

راپور کې راغلي، چې نوموړی به د خپل سفر په مهال د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او له طالبانو سره د کړې هوکړې د چارو د وړاندې تګ هڅه وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې په کابل کې سیاسي وضعیت تر بل هر وخت پیچلی شوی، عبدالله عبدالله او اشرف غني دواړه ځانونه د ولس منتخب شوي ولسمشران بولي او وخت ناوخته د یو بل په وړاندې متقابل فرمانونه صادروي.

د واک په سر د عبدالله او غني تر منځ اختلافات ددې لامل شوي، چې د پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیانو د خلاصون پروسه، چې طالبانو او امریکا ورباندې توافق کړی وو،  وځنډېږي او په دې توګه بین الافغاني مذاکرات یوې نامعلومې مودې ته ولاړ شي.

بل لور ته تېره ورځ د طالبانو د بندیانو چارو مسئولینو  او د کابل حکومت یوه پلاوي د  بندیانو د خلاصون په اړه د سکایف له لارې خبرې کړې، که څه هم حکومتي سرچینو دا بحث د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په توګه یاداوه؛ خو د طالبانو ویاند څرګنده کړه، چې په شویو خبرو کې یوازې د بندیانو په اړه بحث شوی او پاتې هر څه به د افغانانو په خپلمنځي خبرو په تر څ کې پرېکړه کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمبل
میلمه
جمبل

امریکا غواړی دا وښیی چی ګوندی غلام دولت یی خپلواک دی او دوی هڅه کوی چی دواړه مرور غلام مشران سره پخلا کړی .
ای احمقه پومپیو ! که یوازی پیسی پر بندی کړی او یا یوازی خپله سیکورټی ځنی لیری کړی دواړه به دی په پښو کی پراته وی ، مه ځان غولوه او نه هم نور غولیدلی .

Back to top button
Close
Close