افغانستان

پکتیا: پوهنتون ته څېرمه چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په مرکز «ګردېز» ښار کې د پوهنتون په دروازه کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پکتیا د والي ویاند «عبدالله حسرت» وايي، چاودېدونکي توکي په موټرسایکل تړل شوي وو او د چاودنې له امله یې د پوهنتون یو ساتونکی وژل شوی او دوه ملکي کسان ټپيان دي.

د حسرت په خبره، د پېښې د عاملینو پلټنه روانه ده.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل ر دکړي او ویاند يې په ټویټر لیکلي، چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د پوهنتون مخې ته نننۍ چاودنه په دوی پورې اړه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x