افغانستان

پمپیو له غني او عبدالله سره د روان سیاسي وضعیت او سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» چې په یوه نا اعلان شوي او بیړني سفر کابل ته رارسېدلی، دلته یې له اشرف غني او عبدالله سره لیدلي او د افغانستان د روان سیاسي وضعیت او سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې له پمپیو سره د غني د لیدنې په مهال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» هم شتون درلود او وړاندې زیاته شوې «دواړو لوریو د سولې پروسې، په دغه بهیر کې د راتلونکو اقداماتو او سولې په خاطر د سیمه ییزې اجماع او همدا راز د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.»

بل لور ته له سپېدار ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له عبدالله سره د پمپیو د لیدنې په مهال دواړه لورو د سولې په اهمیت او د روان سیاسي بحران د حل د اړتیا په اړه خبرې شوي.

پمپیو چې ویل کېږي، له طالبانو سره د شوې هوکړې د عملي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره کابل ته راغلی، داسې مهال له غني او عبدالله سره ویني، چې په کابل کې سیاسي وضعیت تر بل هر وخت پیچلی شوی، عبدالله عبدالله او اشرف غني دواړه ځانونه د ولس منتخب شوي ولسمشران بولي او وخت ناوخته د یو بل په وړاندې متقابل فرمانونه صادروي.

د واک په سر د عبدالله او غني تر منځ اختلافات ددې لامل شوي، چې د پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیانو د خلاصون پروسه، چې طالبانو او امریکا ورباندې توافق کړی وو،  وځنډېږي او په دې توګه بین الافغاني مذاکرات یوې نامعلومې مودې ته ولاړ شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

افغانان ډیرساده اوسپیڅلی انسانان دی دوی فکرکوی چه دقطرپه فیصله کفارزموږ دوستان سول،الله په قرآنکریم کی فرمایی:چه زمااوستاسی ګډدښمنان هیڅکله ستاسو دوستان نسی کیدای دغه ظاهری خپلوی ده په پټه غاښونه چیچی اوله قهره مری ،دغه څه چی اوس غنی کوی دغه ټول دامریکااوناټوهدایت دۍ،دایران اخندان زموږترساده ګانودقرآنکریمه ښه خبر دی اوعمل پر کوی اوددوی په غوړمالیونه خطاوزی،بهتره به وی چه طالبان وروڼه داسلامی ملکوسره په تماس کی وی اوپرخپل موقیف قایم اوسی نرمی اوتغیرونکی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x