افغانستان

د څرخي پله زندانيان: که د محبس وضعيت ته جدي پاملرنه ونه شي، د کرونا ناروغي به ټول محبس له بشري ناورين سره مخ کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د څرخي پله زندانيان وايي، د څلور زرو پر ځای له لس زرو زيات بنديان د دغه زندان په بلاکونو کې ساتل کيږي او که د زندانيانو وضعيت ته جدي پاملرنه ونه شي، ټول زندانيان به د کرونا ویروس له امله له سخت بشري ناورین سره مخ شي.

د بنديانو د استازولۍ شورا رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويلي، د څرخي پله محبس مسؤولينو د کرونا ویروس په بهانه زندان ته د پایوازانو د راتګ مخنيوی کړی، په داسې حال کې، چې د زندان ګڼ شمېر مسؤولين هره ورځ خپلو کورونو ته ځي، هلته له هر چا سره ليده کاته کوي او له هر ډول معاينې پرته بېرته محبس ته راځي.

د زندانيانو په وينا د پایوازانو نه راتګ له امله دوی له ګڼو صحي او خوراکي ستونزو سره مخ دي؛ ځکه چې د محبس خواړه د خوارک لپاره نه وي مناسب او زندانيان يې يو ځل بيا په مناسبه توګه ځانته پخوي.

زندانيان وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دوی د پایوازانو راتګ بند شوی، له همدې امله له دوی سره جیب خرڅونه ختم دي او دوکانداران هم نور سوداوې نه ورکوي او نه يې په توان پوره ده.

زندانيانو غوښتنه کړې، چې د محبس په دروازه کې دې طبي وسائل ولګول شي، تر څو هر راتلونکی نفر له طبي اصولو سره سم معاينه شي، چې ورسره به يوه لور ته زندان ته د کرونا په څېر د مزمنو ناروغيو مخنیوی وشي او بل لور ته به د بنديانو د پایوازانو د راتګ لپاره زمينه برابره شي.

زندانيان وايي، د زندان په بلاکونو کې د پاکوالي نظام نشته او نه هم د پاکې هوا زمينه شته، چې له امله يې د کرونا ویروس په څېر د ناروغيو خپرېدو وېره شته.

د زندانيانو شورا اندېښنه ښودلې، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، ښايي د ساري ناروغيو له امله هره ورځ له زندانه د لسګونو بنديانو جنازې وويستل شي او داسې بشري ناورين به رامنځته شي، چې بیا به يې کنټرول ناشونی وي او دوی به اړ وي، چې په دفاعي شورشونو لاس پورې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x