نظــر

د څرخي پله زندانیانو شکایت لیک

لاندي لیک نن ټکی اسیا ته د پلچرخي زندان د محبوسینو له خوا رسیدلی، نن ټکی اسیا یې د هغوی مشکلاتو ته د پام اړونې په خاطر کټ مټ نشر ته سپاري:

د محترمو هیوادوالو، خیریه بنسټونو، بشري او صحي سازمانونو او ټولنو په عنوان د څرخي پله زندان د زندانیانو غوښتنې په لاندې ټکو له تاسو سره شریکوو!

محترمو! غواړو د څرخي پله د بندیانو د جدې اومهمې قضې په اړه ستاسو توجه څو مهمو ټکو ته را واړوو.

ترڅو يې تاسو له خپلو لارو له اړوندو مسئولینو، ادارو او ذي الصلاح جهتونو سره شریک کړي، چې په دې اړوند ګړندي ګامونه پورته شي.

ــ ښاغلو! د کورونا د ناورین پر اساس د زندان چارواکو تقرییا له یوې میاشتې راهیسې پر زندانیانو پایوازي په مکمل ډول بنده کړې او ددوی پر وینا دا امر له پورته ادارو لخوا ده او تر امرثاني پورې به بنده وي، دا ګام که ریشتیا هم د زندانیانو د صحت ساتلو پر اساس پورته شوی وي هیڅ اشکال نلري خو چې صادقانه او حقیقي او د کورونا د مخ نیوي ضامن وي او ددې ګام په نتیجه کې چې کومې ناخوالۍ را مخته کیږي د هغې تلافي هم باید وشي،پر زندانیانو پایوازي په داسې حال کې بنده شوې چې د محبس په سلګونو کارمندان او د بلاکونو عسکر هره ورځ له محبس څخه په عادي ډول باندې ځي او سبا ورځ بیا بدون له کومې معاینې او یا صحي مصؤنیت څخه زندان ته راځي او له لس ګونه زندانیانو سره ناسته ولاړه او ګډ ژوند لري چې دې کار زندانیان سخت په تشویش کې اچولي،نو ټول په کلکه دا مطالبه لري چې زر تر زره د زندان په دروازو باندې په طبې وسائلو مجهزه بې طرفه طبي عمله مقرره کړای شي او د هر راتلونکي کس کلکه معاینه وکړي او ټولو طبي احتیاطات پرې لازم کړي.

د پایوازانو بندولو له کبله زندانیان د لسګونو مشکلاتو سره مخ دی چې یوه لویه ستونزه د بندیانو سره د پیسو ختمیدل دي ځکه دلته زندانیان پنځوس فیصده پر خپل اقتصاد ژوند تیره وي د محبس قروانه خوراکونه نیم خام او د ګوزارې وړ ندي ټول زندانیان هغه بیا له سره د نورو لوازماتو سره پخوي چې هره دوهمه هفته یعنې هره پایوازي ټول زندانیان دلته د کانتین یعنې دوکانونو د مالکانو مالي قرضونه ورخلاصوي، چې اوس مهال خبره دیته رسیدلې چې کانتین واله نور له خلکو سره تر دې زیات قرض معامله نه کوی او نه یې وس رسیږي او په مقابل کې د زندانیانو سره پیسې وجود نلري، نورو قضیه د شخړو پر خوا روانه ده.

ډیری زندانیان مریضان دي چې په پایوازۍ کې د کورنیو لخوا ورته دواء‎ او نور لازم توکي راځي هغه هم اوس مکمل بند شوی چې د مریضیو کچه ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو ده.

د پایوازیو دبندش سره د محبس د ننه دوکانونو کې خوراکي توکي مخ پر ختمیدو دي او پاتې توکو بیعه دومره لوړه شوې چې نور د زندانیانو له وس څخه د هغې رانیول پورته دي، لهذا ددې ټولو ناخوالیو حل داده چې زر تر زره د محبس په دروازو د راتلونکو خلکو د کلکې معاینې لپاره په طبي وسائلو مجهزه بې طرف طبي عمله مقرره شي او پایوازي کما في السابق پیل شي.

له یوې میاشتې څخه زیات وخت کیږي پر زندان مقرره کړې شوې غوشه بنده کړې شوې او د طبي لحاظه ډیر بې کیفیته غذا زنداینانو ته ورکول کیږي مطالبه داده چې زر تر زره باید د خوراک او اعاشې معاینه د بې طرفه طبي ټیم لخوا ترسره شي، او غوشه چې د اعاشه مهمه برخه ده بیا پیل شي.

د زندان نظافت زړه بوګنونکي حالت ته رسیدلی ددې کثافاتو او عدم نظافت ځنې ویډیو ګانې رسنو ته رسیدلې نو پدې لړ کې د کورونا د مخ نیوي په خاطر باید د نظافت معیاري کولو وسائل زر تر زره د زندان چارواکو او زندانیانو ته ورکړل شي.

په هیواد او ټوله نړۍ کې چارواکې د انساني تجمعاتو مخ نیوی کوي تعلیمي ادارې ، عبادت خانې او تفریح ګاه مکمل بند شوي تر څو د کورونا مخ نیوی پرې وشي، دا په داسې حال کې چې د پلچرخي زندان په بلاکونو کې د چارواکو د احصایې له مخې د څلور زره بندیانو پر ځای کې له لس زرو څخه زیات زندانیان اوسیږي، دا په داسې حال کې چې له یوې خوا د بلاکونو دننه هیڅ د نظافت توکي نشته او له بلې خوا له هرې خوا د اوطاقونو پر مخ د تازه هوا لارې بندې دي او سر بیره پر دې د یوه کس پر ځای درې څلور کسان اوسیږي څلورویشت ساعته بندیان په ویښه او بیدارۍ کې د تجمعاتو سره مخ دي.

محترمو که په دې اړه د زندانیانو حالت ته رسیده ګې ونشي او الله مکړې یو ځل هم د کورونا مهلک وایرس او مرض زندان ته داخل شو نو یو بشري ناورین سره به مخ او الله مکړې هره ورځ به د لسګونو مظلومو جنازو شاهد و اوسیږو. له الله څخه د هر شر پناه غواړو خو په عالم اسباب کې ستاسې ټولو توجه غواړو چې د مظلومو زندانیانو کومک ته رسیدګي وکوي او زمونږ د بې وسۍ دا غږ تر اړوند ادارو ورسوی، مخکې له د چې یا له کوم بشري ناورین سره مخ شو او یا هم زندانیان مجبور شي او د تنګ آمد به جنګ آمد مصداق وګرځي او د مظلومیت او بې وسۍ غږونه په دفاعي شورشونو بدل کړي. والله المستعان علی ما نقول. وجزاکم الله خیرا

په پلچرخي زندان کې د زندانیانو نماینده شورا لخوا

۲۷/ رجب / ۱۴۴۱——- ۳/حمل/ ۱۳۹۹

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

محبوسینو ورڼو سلامونه، دولت او طالیبان مسولیت لری چه ستاسو ستونځی په جدی ډول حل فصل کړی،او که چیری د ستونځی حل لاره نشی موندلی،نو د دمحبس دروازه د خلاصی کړی ټول زاندانیان د ازاد او خپلو کورونو ته ولیږی. د طالیبانو د زاندانیانو کمیسیون .او د طالیبانو مشران ،څخه احترامانه هیله کوو .چه دولت سره مستقیما په تماس د هر څه څخه د مخه د زاندانیانو مسله دولت سره حل کړی. هیڅ افغان د کرونا په مقابل کی او د جنګ په مقابل کی نور وس نه لری. په اخر کی ، د محترم انس حقانی څخه احترامانه هیله… نور لوستل »

اجملی
میلمه
اجملی

انس حقانی هغومره چی په زندان کی وه مهمه وه اوسه هغسی مهمه ندی. څوک چی قطر ځی بیا هلته باید د پنجابیانو تر سیوری لاندی ژوند وکړی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

کوم حکومت !!!!!!!!!!!! ؟ ـ هغه چه امریکایانو بن کی جوړ , او الوتکو کی میکپ شوی کابل ته راوړل شول یعنی غلامه اداری ته حکومت ویل وجدان او دی ولس سره جفا ده. ــ د دوستم په شان وحشی قاتلینو جوړه شوی ناوړه او ظالمی اداری ته حکومت ویل حیرانونکی ده ــ هغه دوه سری اداری ته حکومت وایاست چه جان کیری جوړ یو مخی او بل شاته زور کوی. ــ هغه حکومت چه په یوه ارګ کی دوه ریسان لوړی کوی. ــ هغه حکومت چه له جنراله تر عسکره او له ریسه تر ماموره یی معاشونه له هیواده… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close