افغانستان

«روزګان: د اشرف غني په جعلي فرمان یو شمېر زندانیان خوشي شوي دي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): پژواک خبري اژانس وایي، په ارزګان ولایت کې ولسمشر غني ته د منسوب یوه جعلي فرمان په اساس یو شمېر بندیان خوشي شوي.

پژواک د خپلو سرچینو له قوله وایي، خوشي شوي بندیان جنايي دي او اوس یې مسئولین په بیرته راټولولو اخته دي.

که څه هم د پژواک له لوري اشرف غني ته د منسوب جعلي فرمان انځور نه دی خپور شوی، خو له سهار راپدېخوا په ټولنیزو رسنیو کې یو پیغام ګرځېد چې اشرف غني پکې د یو شمېر ځانګړنو درلودونکو بندیانو د خلاصون امر ورکړی وو.

په خپاره شوي فرمان کې راغلي وو، چې ټول هغه بندیان چې قید یې له پنځو کالو کم وي، یا یې د قید نیمه موده تېره کړې وي او همدارنګه ټولې ښځینه بندیانې دې خلاصې کړل شي.

فرمان کې ددې تر څنګ ویل شوي وو، چې قاتلین، جنسي تیري ګر، لارنیوونکي او غله ددې فرمان له حکمونو څخه مستفید کېدای نشي.

د اشرف غني د جعلي حکم په بنسټ، داسې مهال د بندیانو د خلاصون خبرونه ورکول کېږي، چې د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون خبرې روانې دي.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې ددوی بندیان باید ددوی خپلو استازو ته د لست له مخې دقیق وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x