افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزي د سولې پروسې د چټکتیا په برخه کې د ایران او روسیې له اعلامیو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د ګډ حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» د سولې پروسې د چټکتیا په برخه کې د ایران او روسیې له لوري د خپرو شویو اعلامیو هرکلی کړی او افغان سوله یې د سیمې د هیوادونو په ګټه بللې.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هیوادونو فعاله همکاري او مرسته د سیمې د هیوادونو په ګټه ده.

خبرپاڼه کې وړاندې ټینګار شوی، چې د سولې پروسه باید انحصار نشي او له افغانستان سره د سولې پروسې په «افغاني کولو» او د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې مرسته وشي.

ددې تر څنګ کرزي د امریکا له متحده ایالاتو غوښتي، چې په افغانستان کې خپل شتون دې د سیمې د هیوادونو د رقابت لپاره نه کاروي، بلکې له افغانستان سره دې د ملي حاکمیت د ټینګښت په برخه کې همکار شي.

کرزی وروسته له هغه د سولې پروسې د چټکتیا په برخه کې د ایران او روسیې له څرګندونو هرکلی کوي، چې تېره ورځ ایران او کابو یوه اوونۍ وړاندې روسیې د افغانستان داخلي سیاسي حالت د سولې پروسې په وړاندې خنډ بللی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي وو، چې د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت د امریکا د بې پروايي زېږنده دی، خو د کابل د بهرنیو چارو وزارت بیا د ایران اعلامیه د افغانستان له سیاسي حالت څخه سطحي اخذ بللی وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close