ورزش

د سریلانکا لوبډلې پخوانی لوبډلمشر کمار سنګاکارا قرنطین شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د سریلانکا کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر کمار سنګاکارا وروسته له هغې چې له انګلستان څخه خپل هېواد ته ستون شوی ځان قرنطین کړی دی.

د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم کمار سنګاکارا وایي که څه هم د کرونا (کووید-۱۹) ناروغۍ هیڅ نښې په کې نه دي ښکاره شوي خو د دولتي لارښوونو سره سم یې ځان ګوښه کړی دی.

هغه وویل: «زه یوه اونۍ وړاندې هېواد ته له لندن څخه ستون شم، په تلویزون مې د کرونا ویروس په اړه د حکومت لارښوونې تر نظر شوې «هر هغه څوک چې بهر یې سفر کړی وي باید لومړی له پولیس سره ځان ثبت او بیا قرنطین کړي».

د سریلانکا لوبډلې پخوانی لوبډلمشر وایي، حکومت درې داسې کسان نیولي چې په تېره نږدې کې له بهر څخه هېواد ته ستون شوي دي، خو دغو کسانو خپله ناروغي پټه کړې وه.

د یادونې ده چې کرونا ویروس په نړۍ کې تر دې دمه له ۱۵زرو زیات کسان وژلي، په سریلانکا هېواد کې د کرونا له کبله  ۹۴ کسان اخته شوي خو کومه مړینه نه ده رامنځته شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close