افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له کابل څخه دوحې ته روان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو»، چې کابل ته په یوه نا اعلان شوي سفر راغلی وو، دلته له اشرف غني او عبدالله سره تر لیدنې وروسته دوحې ته روان شو.

دوحه کې یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل، چې تمه ده پمپیو به دوحې ته د خپل سفر په مهال د طالبانو د قطر دفتر له مشر او د طالبانو له سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» سره وګوري.

پمپیو چې کابل ته  یې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د روان سیاسي کړکېچ په اوج کې سفر کړی وو، ویل کېږي دلته یې لومړی له غني او عبدالله سره بېلې، بېلې ناستې کړې او وروسته یې دواړه مشران یو ځای کړي، خو د یو شمېر سرچینو په حواله دې لیدنو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ ټاکنیز اختلافات ددې لامل شوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیم تشکیل نشي او د افغانانو خپلمنځي خبرې یوې نامعلومې مودې ته ولاړې شي.

د اسوشيټيډ پریس خبري اژانس د راپور په حواله، پمپيو  د بین الافغاني مذاکرتو د پيل په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او له طالبانو سره د کړې هوکړې د چارو د وړاندې تګ په موخه کابل ته تللی وو.

بین الافغاني مذاکرات، چې تمه وه د روانې مارچ میاشتې په لسمه نېټه «دیارلس ورځې وړاندې» پیل شي، د اشرف غني له لوري د طالب زندانیانو د خلاصون مخالفت تر ناڅرګندې نېټې پورې وځنډول، خو تېره ورځ د پمپیو د سفر په درشل کې د طالبانو د بندیانو چارو مسئولینو او له کابله تللي پلاوي د بندیانو د خلاصون په میکانیزم خبرې کړې او په دې توګه د بندیانو خلاصون ته یو ځل بیا هیلې زیاتې شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
janat gul

he gone their to visit the USA army i mean taliban are USA armay

Seaad

You need psychiatric boy
He went there to see the freedom fighters great leaders. And also you should go to school ! learn English first and
…………
By the way do you know the meaning of their؟؟؟؟؟

ابوالوفاء

دوږخ ګل بيا له کومي خوا ورته ناست دی. دغسي کسان اصلي جواسيس وي. د امريکا نظامي شتون خو به ختم سي مګر د دغو روزلو سوو اربکيانو سره به يې ډېر په تکليف سو. مخ دې پرته سي.

مجاهد

جنت ګل کمیشن کار د خپل کمیشن د زیاتولو د پاره په انګلیسی لیکی چه: he gone their to visit the USA army i mean taliban are USA armay د افغانستان مجاهد او خپلواک ولس غبرګون: we hoped you were not such a bad slave جنت ګل صاحب، که ته افغان او مسلمان واست په افغانی ژبو لیکل کوه په انګلیسی چه لیکل کوی دا معنی چه تاسی امریکایانو ، انګریزان او ټوله کی استعمارګرو او اشغلګرو کفارو ته چاپلوسی کوی او ستاسی کمیشن زیات کړی طالبان د اشغلګرو سره دا شل کاله په جنګ کی دی چه ستا د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close