روغتیا

ايا د ګرمۍ په راتلو به کرونا ویروس قابو شي؟

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): په ټوله نړۍ کې کرونا ويروس نږدې ۳۵۰ زره کسان اغېزمن کړي او له پنځلس زرو زيات يې مړه کړي، چې له امله يې په ټوله نړۍ کې واخطايي مخ پر زياتېدو ده.

د امريکا مسي چوسټس ټيکنالوجي انسټيټيوټ «ايم ای ټي» ويلي، ښايي د ګرمي په راتلو د کرونا ويروس شدت کم شي، خو د دې مخنيوي لپاره د فطرت مرسته په کار ده.

د ايم ای ټي د څېړونکو په وينا په کومو هېوادونو کې، چې د هوا تودوښه له ۳ تر ۱۷ درجې ده، هلته د کرونا پېښې ډېرې دي، خو په کومو هېوادونو کې، چې د تودوښې درجه له اتلس درجو زياته ده، هلته د کرونا ويروس پېښې شپږ سلنه کمې دي.

نيويارک ټايمز په خپل راپور کې د ياد څېړنيز مرکز د مسؤولينو په حواله ويلي، په کومو هېوادونو کې چې هوا سړه ده، هلته د کرونا ویروس پېښې په زياتېدو دي، لکه اروپايي هېوادونه، چې هلته هر ډول طبي اسانتياوې او پرمختللي وسائل شته، خو کرونا هم په کې مخ پر زياتېدو ده.

د ايم ای ټي څېړنيز مرکز کې د کرونا ويروس د څېړنې مرستيال ډاکټر قاسم بخاري وايي، د امريکا واشنګټن، نيويارک او کولوراډو کې په نسبت په ايریزونا، فلوريډا او ټيکساس ايالتونو کې د کرونا ويروس پېښې کمې دي.

ډاکټر قاسم بخاري زیاتوي، د هوا تودوښې سره به ښايي د کرونا د خپرېدو کچه هم کمه شي، خو بیا هم دا ويروس خطرناک دی.

د وبايي ناروغيو متخصصين وايي، د نورو ويروسونو په څېر د هوا بدلون پر کرونا هم اغېز کولی شي.

د ټرمپ د کرونا ويروس د ازموينې ټيم ډاکټره ديبورا برکس وايي، په شمالي کوريا کې په نومبر او اپريل مياشتو کې د زکام ناروغۍ زياتې وي.

د ډاکټر برکس په وينا کرونا ويروس هم د ۲۰۰۳ کال سار ویروس په څېر وبا ده.

د هغې په وينا کرونا ویروس د چين او شمالي کوريا له لارې راغلی او دا ويل ستونزمن دي، چې دا ويروس به په دومره لنډه موده کې کنټرول شي.

د هسپانيا او فنلنډ هېوادونو څېړونکو ويلي، کرونا ویروس په هغو هېوادونو کې ډېر په خپرېدو دی، چې کومو هېوادونو کې د تودوښې درجه له منفي ۲ څخه تر ۱۰ درجو پورې ده.

د چين څېړونکو هم ويلي، د کرونا ويروس پر خلاف مبارزه په هغو ولايتونو کې بريالۍ شوه، چېرته، چې تودوښه او هوا کې نمي زياته وه او هلته د کرونا اغېز هم لږ و.

څېړونکي وايي، د تودوښې زياتېدو سره ښايي د کرونا شدت کم شي، خو خلک بايد بشپړ احتیاط وکړي او د بې پرواهۍ په صورت کې ټوله نړۍ له ستر بشري ناورين سره مخ کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x