افغانستانسولې اړوند خبرونه

مایک پمپیو د ملابرادر سره ملاقات کې: زمونږ ځواکونه د وتلو په حال کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې نن د ملا برادر اخوند او امریکا بهرنیو چارو وزیر تر منځ په دوحه کې ملاقات وسو او دواړو خواوو په دغه لیدنه کې د توافقنامې پر لا ښه تطبیق خبرې وکړې او د بندیانو د چټک خلاصون پر موضوع یې ټینګار وکړ تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره سي.

د سهیل شاهین په وینا مایک پمپیو ملا برادر اخوند ته اطمینان ورکړ چې امریکايي ځواکونه د خپل مهالویش سره د افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي.

د شاهین په وینا د توافقنامې سره سم په بین الافغاني مذاکراتو کې به د راتلونکي نظام په شمول پر دایمې سولې او اوربند خبري کیږي.

ددې تر مخه نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې د مایک پمپیو او ملا برادر اخوند په ملاقات کې دواړو لوریو د سولې تړون پر ژمنو عملي کولو ټینګار وکړ.

طالبانو خپله ژمنتیا وښودله او د تړون د لومړني عملي ګام (بندیانو خلاصون) پر اخیستلو یې ټینګار وکړ.

طالبانو وویل چې د بندیانو خلاصون د اعتماد جوړونې او فضا جوړونې لپاره لومړنی او اساسي ګام دی، خو د «کابل اداره» یې سیاسي کول او په خپل ګټه استعمالول غواړي، د بندیانو د خلاصون پروسه کې خنډونه ایجادوي او په دې اړه لومړنیو تماسونو ته بل رنګ ورکوي.

طالبانو خپل موقف باندي ټینګار وکړ چې د امریکا سره د سولې توافقنامې لاسلیک پر اساس د یوه ټول شموله بین الافغاني ټیم سره مذاکراتو ته تیار دي، (کله چې د بندیانو تبادله په سمه توګه پای ته ورسیږي) او کله چې مقابل لوری وتوانیږي د مذاکراتو لپاره ټول شموله ټیم را منځته کړي.

اټکل کیږي چې مایک پمپیو به په کابل کې خپل د ملاقاتونو او هلو ځلو جریان د طالبانو سره شریک کړی وی او د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر به یې د اورکم، اوربند او نورو همکاریو غوښتنه هم کړې وي.

تر اوسه امریکایانو د مایک پمپیو او ملا برادر اخوند تر منځ د ملاقات په اړه رسما څه نه دي ویلي خو ددې تر مخه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وه چې نوموړی به د کابل څخه بیا ګرځېدو پر مهال په قطر کې د طالبانو د چارواکو سره وویني او غوښتنه به وکړي چې طالبان دي خپلو ژمنو ته متعهد پاته سي.

د یاد ملاقات نور جزئیات تر اوسه د رسنیو سره رسما نه دي شریک سوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محم بلال
میلمه
محم بلال

ماشالله
کرامو طالبانوبری مو مبارک شه
دا تاریخی بری دی چی په نری که حاری نه لری

محمد
میلمه
محمد

امريكا پخبل تاريخ كي هيسكله خپلو وعدو باندي عمل نده كري او په رنا ورز تيري كونكي مكار او دغل باز حيله گر دي .چ صرف ساده ناپوهه يا غوليدلي ملگري يي ورباندي اعتماد كولاي شي .دا هغه خامار دي چ همدا اوس په اقتصادي لحاظ د تولي نري د مظلومو انسانانو وينه د قاغذي بي بيپشتواني دالرونو په چاپولو سره تر ستوني تيروي..د برتون وودز(Bretton Woods )معاهده (١٩٤٩)كي وعده كري وه چ د هر دالر په چاپولو سره به يو گرام سره زر ضمانت اژدي او كله چ چاپ شوي او د امريكا ددولت لخوا مصرف شوي دالرونه دوباره… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د محمد صاحب پورتنۍ خبري، واقعيتونه، جدي او دقيقي خبري دي او بايد په ټينګه په پام کي ونيولي سي. وماعلينا الا البلاغ.

محمد
میلمه
محمد

هره اداره چ ددوي په سرپرستي او يا نظارت لاندي جوريژي هغه په ملي او بين المللي سطحه خامخا ددوي تابعدار به وي او هيسكله په آزادانه او عادلانه طور باندي حاكميت نشي چلولي

Back to top button
Close
Close