افغانستانسولې اړوند خبرونه

د عبدالله او اشرف غني شخړه، امریکا د افغانستان څخه یو ملیارد ډالر مرستې وګرځولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا حکومت د افغانستان څخه یو ملیارد ډالر مرستې وګرځولې او ګواښ يې کړی چې راتلونکی کال ۲۰۲۱ کې به یو ملیارد ډالر نور کومک هم کموي.

د اسوشیټډ پریس د خبر سره سم د امریکا حکومت دغه پریکړه وروسته تر هغه وکړه چې په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هلو ځلو سربېره د ارګ دوه ولسمشران اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ پر نوي حکومت توافق را منځته نه سو.

ددې تر مخه د امریکا بهرنیو چارو وزارت مایک پمپیو تیره ورځ سهار کابل ته رسیدلی وو او هلته یې په ارګ کې د اشرف غني او عبدالله سره په جلا جلا توګه ملاقاتونه وکړل او بیا یې د دواړو سره ګډ ملاقات وکړ، خو ویل کیږي چې د نوموړي دیپلوماسي هیڅ نتیجه ورنه کړه او بیرته مایوسه د کابل څخه د قطر پر خوا ولاړ تر څو هلته د طالبانو د سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند سره ملاقات وکړي.

اشرف غني او ډاکټر عبدالله دواړه تر جنجالي او کم رنګه انتخاباتو څخه وروسته ځان د افغانستان قانوني ولسمشران ګڼي او دواړه په یوه وخت کې د ارګ څخه خپل حکومتونه چلوي چې له امله یې په نړیواله سطحه د افغانستان سیاسي وضعیت له بحران سره مخ کړی دی.

باید وویل شي چې پمپیو د کابل څخه تر ناکامه ګرځېدو وروسته د قطر په دوحه ښار کې د طالبانو سره لیدلي او هغوی ته یې ویلي چې د توافقنامې ژمنې به عملي کیږي او پر اساس به یې امریکايي ځواکونه په ټاکلي مهالویش (۱۴ میاشتو) کې د افغانستان څخه وځي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې په دغه ملاقات کې د توافقاتو د نورو ژمنو عملي کیدو غوښتنه هم وشوه چې په سر کې يې د بندیانو خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو پیل دی چې لمخې به یې په افغانستان کې د راتلونکي سیاسي نظام په شمول او دایمي سولې توافقات کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close