روغتیا

کرونا ویروس: د فیسبوک مشر روغتیایي کارګرانو ته د زرګونو ماسکونو ورکولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې (فیسبوک) مشر مارک زوکربرګ د هغه ډاکټرانو لپاره چې د کرونا ویروس ناروغانو تداوي کوي له ۷۰۰زرو زیات ماسکونو ورکولو اعلان وکړ.

د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم د مارک زوکربرګ په وینا، د کرونا ویروس د ناروغانو په درملنه کې بوخت کارګران د خپلو ځانونو ساتلو لپاره ماسکونو ته ژوره اړتیا لري.

ددوی سره د مرستې لپاره مارک زوکربرګ په بیړني ډول د ۷ لکو او ۲۰زرو ماسکونو ورکولو اعلان وکړ.

مارک زوکربرګ زیاته کړه چې مونږ په دې تړاو نورو مرستو ته هم چمتو یو، او زه هیله لرم چې تاسې ټول به روغ جوړ او په امن یاست.

باید وویل شي چې په نړۍ کې د خطرناکې وبا خپریدو له مخې امریکایي شرکت ایپل هم په امریکا کې په لکونو ماسکونو مرسته کړې وه، دغه راز د انلاین خرڅوونکي شرکت علي بابا هم ګڼ شمېر ماسکونه، د معاینې کیټونه او د طبي توکو نورې مرستې کړي دي.

په نړۍ کې کرونا ویروس تر دې دمه له ۱۶نیم زرو زیات کسان وژلي او نږدې ۲۰۰زره کسان اوسمهال تر تداوۍ لاندې دي چې له مخې یې ۵سلنه تر ګواښونکي حالت لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x