روغتیا

د کرونا ویروس له کبله ایټالیا کې د قربانیانو شمېر له شپږ زرو پورته شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): اروپایي هېواد ایټالیا کې د کرونا ویروس له کبله تېره ورځ ۶۵۱ تنه وژل شوي چې په دې سره د ټولو قربانیانو شمېر له ۶ زرو پورته شو.

له چین وروسته ایټالیا یوازینی هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله په کې زیاتې پېښې ثبتې شوي او د مړینې شمېر یې د چین په پرتله دوه چنده پورته شوی دی.

دا په داسې حال کې چې چین له کومه چې دغه ویروس په جنوري میاشت کې خپور شو، اوسمهال د کرونا ویروس د کنترولېدو خبرونه ورکوي، په تېرو پنځو ورځو کې د چین په هوبای ایالت کې نن سه شنبه لومړۍ پېښه راپور شوې ده.

د نوي راپورونه له مخې په ایټالیا کې د دوشنبې په ورځ ۶۵۱ کسان وژل شوي چې په دې سره د ټولو قربانیانو شمېر ۶۰۷۷ تنو ته ورسېده.

یوازې په تېرو دریو ورځو کې ایټالیا کې له ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

له ایټالیا وروسته په نړۍ کې اوسمهال ډير ځوریدونکی هېواد اسپانیا ده چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۵۳۹ تنه وژل شوي، په دې سره د مړو ټوله شمېر ۲۳۱۱ تنو ته پورته شوې ده.

باید وویل شي چې په امریکا کې د مړو شمېر ۵۸۲، ایران کې ۱۸۱۲، فرانسه کې ۸۶۰، برتانیه کې ۳۳۵، جرمني کې ۱۲۳ او کوریا کې ۱۲۰ تنو ته رسیدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x