ټولنیزه برخه

لباس او پر شخصيت يې اغېز

فضل المنان سعید

نړۍ کې مېشت هر قوم او ملت یو ځانګړی فرهنګ، ځانګړي دودونه او عنعنات، او د ټولنیز او اجتماعي ژوند یوه ځانګړې، مشخصه بڼه لري، چې د هغې بڼې پر اساس هغوی اجتماعي پېژندګلوي متعارفوي.

نړۍ کې مختلف ملتونه د مختلفو ادیانو په احاطه کې را ګیر دي، یو قوم نه غواړي، بلکې نشې زغملای چې ملي تشخص یې بل قوم او ملت کې ګډ مډ او مدغم شي، تل هڅه کوي چې خپل فرهنګ یې مستقل او مشخص وي، دا یې د عنعناتو درناوی، او کنه سپکاوی یې تصور کېږي.

که د یو ملت وګړي خپله ملي جامه خپل فرهنګ او همدا رنګه د پېژند ګلوي خپل نور مشخصات له لاسه ورکړي، هغوﺉ که هر څومره هوښیار باسواده او په مادي لحاظ پر مختګ وکړي، نوبیا هم یو مستقل ملت نه بلل کېږي.

د هر قوم فرهنګ، ژوند، بڼه، لباس عادتونه، رواجونه، جشنونه او دلمانځلو خاص ورځې، د هغه قوم په دین اعتقاداتو اخلاقو تاریخي اصالت طبیعي جغرافیوي موقعیت پورې اړه لري، چې د هغو پرېښودل په حقیقت کې له خپل ځانه او خپل قوم څخه د پردي کېدلو معنی لري.

جامه او لباس لکه څنګه چې یو قوم ملت متعارفولای شي، همدارنګه لباس د یو شخصیت د پېژندګلوي اصل او بنیاد هم دی، د یو چا شخصیت او مزاج هم په ډاګه کوي، لکه څنګه چې د مناسب او وړ لباس انتخاب ستاسو شخصیت ته ځلا بښي، همدارنګه ناوړه جامه ستاسو پر شخصیت ناسمه او منفي اغیزه کولای شي.

خو ځیني ساده فکره مسلمانان په دې اند دي چې اسلام د باطن دین دی له ظاهر سره هیڅ کوم تړاو نه لري، دوی وایي لکه څنګه چې بشریت د ژبې په استعمال کې خپلواکی ټولواکی دی همدارنګه د جامې او لباس مسأله ده، چې اسلام جامه په هیڅ حدودو نه محدودي، اسلام عامه تامه اجازه لري چې هر څوک د خپلې خوښې لباس جوړولای، اغوستلای شي.

دقیقاً دوی تېروتي دي، دوی نه پوهېږي چې اسلام یو ژوندی جاوید او هر اړخیز دین دی چې د ژوندانه هر اړخ ته شمول لري، ناسته ملاسته، راکړه ورکړه، پېر او پلور چښاک او پوښاک حتي چې تر بول او برازه وسیع، او پر دې ټولو احاطه لري.

اسلام د اعتدال دین دی چې نه دومره عامه اجازه لري، او نه هم دومره مغلق جامد او رابند دی چې له هر ډوله تزیین او ښایست نه دې مانع وي، اسلام جامې ته ځانګړې حدود، او ځانګړي ابعاد لري.

خو که دلته دا خبره (چې د خپلې خوښې پر لباس او جامه شرعاً پابندي نشته) تکلفاً تسلیم هم کړو خو د پېړیو له تجربې او له زرګونو مشاهداتو دا خبره د یقین درجې ته رسېږي چې انسان چې د کوم قوم او ملت جامه انتخابوي د هم هغه قوم نظریات او افکار د هغه پر زړه او دماغ په کمال سره احاطه کوي.

زموږ اسلافو دا حقیقت پېژندی، هغوی چې کله هم د اسلام خپرونې ته کار کړی د اسلامي جامې یې خاص خیال ساتلی چې له هم دې امله یې په ډېره کمه موده کې داسې حیرانونکې کامیابي ترلاسه کړه چې د نړۍ په تاریخ کې یې بېلګه د نه شتون په څېر ده.

انګریزانو هم برصغیر کې د پښو ټینګؤلو په موخه لومړنی یرغل د ختیځ پر تهذیب وکړ، دا د هغوی تر ټولو لومړنی کوښښ ؤ چې د انګریزي ژبې تعلیم او د هغوی مخصوص لباس ته تعمیم وبښي، چې د همدې خوځښت پر اساس تر ډېره بریده کامیاب ثابت شول.

د روان پوهنې له ټولو اصولو سره سم ثابته ده چې جامه پر اغوستونکي اغېزه کولای شي، حتی چې ځینو مخؤرو اروا پوهانو د هر رنګ او ډؤل جامې اثرات ښودلي دي، د بېلګې په ډؤل سور رنګ لباس انساني جسم ته قوت بښي، او د انسان اضطراب او قلق تر ډېره بریده ختمؤلای شي، او همدارنګه نور رنګونه….

دا حقیت د منلو دی چې تر څو مو د امت ځوانان په شکل ، لباس او اخلاقو کې د خپلو سلفو په شان و تر هغې پورې کفار راڅخه په وېره کې وو، خو له کله څخه مو چې ځوانانو په شکل ، لباس او کړو وړو کې د فلمي ډمانو او هجړاګانو په بڼه شوي، د هغې ورځې راهيسې مو ښه ورځ نه ده ليدلې، هغه رعب او دبدبه ختمه، ها هیبت او وېرې کوچ کړی، له کومې ورځې چې د لنګوټې سنت پرېښودل شوی هم له هاغې ورځې غیرت مرؤر شوی، حیا پردۍ شوې ده.

زمونږ زینت، ښکلا، بریالیتوب، پرمختګ او ارتقاء په اسلامي تګلاره کې خوندي دي، پردي معیارونه او غیر اسلامي افکار هیڅکله د پېشرفت لامل نشي کیدلای، او نه هم دې ټولنه کې ځای لري، د روسي یرغل پرمهال دکمونیستي پلویانو زوال او ذلالت یې ښې بیلګې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close