ټولنیزه برخه

کوچني خو اغېزناک ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله چې ډېر زیات غوسه شوې، نو لاسونه دې په خپلو جېبونو کې ننباسه.

که چېرې کوم چا د لیکې تر شا پرېښودې، ترڅو بلې ټیلیفوني اړیکې ته ځواب ووایي، نو ټیلیفوني اړیکه دې پرې کړه.

په یاد دې وي، کله وخت د هغه څه نه تر لاسه کول، کوم چې غواړې یې یو ډول چانس دی.

هېڅکله یوه نارینه ته مه وایه، چې وېښتان دې د تویېدو په حال کې دي، خپله پرې پوهېږي.

د زړه له کومې مینه وکړه، ښایي لږ زیان ووینې، خو له ژوند څخه د غوره ګټه اخیستنې لاره همدا ده.

د هغې موضوع په اړه، چې سم پرې نه یې پوه شوی، قضاوت مه کوه.

هېڅ وخت له وخته مخکې بریا مه ښکاره کوه.

هېڅکله د ښو کتابونو او ښو فلمونو د پای په اړه چاته څه مه وایه.

د هوساینې او نېکمرغۍ ترمنځ توپیر وکړه.

هېڅکله په کار ځای کې د خپلو کورنیو ستونزو په اړه خبرې مه کوه.

د زېږون په ورځ دې یو نیالګی کېنوه.

داسې ژوند وکړه، چې هر وخت دې اولادونه، ښېګڼه، نېکي، مهرباني او ستروالی وویني، نو ته ور په یاد شې.

ماشومان له ګواښلو او رټلو وروسته په غېږ کې ونيسئ.

هېڅکله د لوږې پر مهال د خوړنیزو توکو د اخیستلو لپاره مه ځﺉ، ځکه له اړتیا څخه ډېر څیزونه به واخلئ.

خاکساره او متواضع واوسه، مخکې تر دې، چې ته دې نړۍ ته راشې، ډېر کارونه ترسره شوي وو.

دا مه هېروه، چې نېکمرغي د هغه چا په لور ورځي، چې هغې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close