روغتیا

د کرونا واکسین او درملنه!

ډاکټر انتظار احمد همدرد

د دوه نیمو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس مخنیوي او واکسینونو په رامنځته کولو کې ډیرې څیړنې ترسره شوي دي.

دغه ویروس د چین لخوا د ډیسمبر په ۳۱ له رسنیو سره شریک شو، له خبرتیا وروسته په لسو ورځو کې ددې ویروس ټول جنیټکي کوډونه وپیژندل شول، له هغه وخته تر دې دمه، د دې ویروس په مخنیوي، نښې او تشخیص کې په سلګونو څیړنې ترسره شوي دي، څو ورځې وړاندې د روش روغتیايي کمپنۍ خبر ورکړ چې د کباس ۶۸۰۰ او کباس ۷۵۰۰ په نوم د کرونا ویروس تشخیصیه وسیلې به د روغتیا پالانو په واک کې ورکړي چې هره یوه وسیله یې کولی شي په یوه ورځ کې تر ۳۰۰۰ پورې د کرونا ټسټونه په معیاري او دقیق ډول ترسره کړي.

دم ګړۍ اته (۸) واکسینونه د څیړونکو په لاس کې دي، چې ددې ویروس په له مینځه وړلو کې به عمده برخه واخلي، د ماډرن ټیراپیوټیک روغتیایي کمپنۍ تیره ورځ سیاتل کې په ۴۵ کسانو باندې عملا د واکسین ازمایښتونه ترسره کړل چې د نورو شرکتونو په نسبت په دې برخه کې چټک او پرمختللي ګامونه یې اخیستې!

تر دې وړاندې مونږ اوسنۍ پرمختللي ټکنالوجۍ په لاس کې نه درلوده او د یو واکسین جوړونه ډیر وخت په بر کې نیول، واکسینونه په هغه وخت کې په دې ډول لاسته راوړل کیدل چې ویروس به یې کمزوري کول او بیا به یې واکسین ترې جوړول یا به یې ویروس له منځه وړل، چې له بده مرغه ډیر وخت به یې په برکې نیول!

له نیکه مرغه اوسمهال واکسین داسي جوړوو چې د ویروس جنټیکي جوړښت پیداکو او د هغې د جوړښت له مخې یوه د «ډی ان ای یا ار ان ای» ساختمان جوړو او هغه چیک کړو چې ایا کارونه یې د انسان لپاره بې خطره دی یا نه؟

تر اوسه په سلګونو څیړنې ددې ویروس د درملو په منځته راوړلو کې ترسره شوي دي چې د هغوی له جملې څخه لاندې درمل ګټور ثابت شوي دي:

۱: کلورکین «د ملاریا ضد درمل»
دغه درمل نن ورځ په خواله رسنیو کې د پلاکینیل په نوم ښکته اوپورته کیږي ورسره لیکلی وي چې د کرونا ویروس ۱۰۰ سلنه له مینځه وړي ، حال دا چې دا یوازې یوه مرستندوی درمل دي.

۲:ریټاناویر «د ایډز ناروغۍ ضد درمل»
۳: هایډروکسي کلورکین «دروماتیزم ، لوپس او ملاریا ضد درمل»
۴: فاویلاویر: دغه درمل د فاویلاویر چیني درمل جوړونې کمپنۍ په وسیله رامنځته شوې چې د کرونا ویروس په له مینځه وړلو کې ډیر ګټور ثابت شوي دي.
تر دې وړاندې دغه درمل په جاپان کې د زکام یا انفلوانزا د ناروغۍ د درملنې لپاره کارول کیده.

۵: ریمډیز ویر «انټې ویروس درمل چې مخکې د ایبولا ناروغۍ په درملنه کې کارول کیدل»

یادونه:
ریمډیز ویر درمل د امریکې متحده ایالاتو او چین کې په ډیرو ناروغانو ازمویل شوي دي چې له نیکه مرغه ډیر ګټور ثابت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x