افغانستان

سپېدار: د تېرې ورځې ګډه ناسته کې غني زموږ غوښتنې ونه منلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله د دفتر ویاند وايي، د تېرې ورځو ناستو کې غني زموږ غوښتنې ونه منلې، نو ځکه ناستې بې پایلې پای ته ورسېدې.

ازادي رادیو د عبدالله عبدالله د دفتر د ویاند «قهار عابد» له قوله لیکلي « ګډه غونډه وشوه او پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د سیاسي جوړښت تغییر چې زموږ له‌خوا مطرح شو، د ښاغلي غني له‌خوا ونه‌منل شو، ځکه نو غونډه بې‌نتیجې پای ته ورسېده.»

که څه هم د عبدالله د دفتر ویاند هغه غوښتنې نه دي مطرح کړي، چې عبدالله له غني کړې، خو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» ددوی دواړو له ناستو ناهیلی ولاړ،  د قطر دفتر ته یې مخه کړې او هلته یې د طالبانو له سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» سره ولیدل.

ورپسې یې د یوې اعلامیې له لارې جوړجاړي ته د عبدالله او غني نه رسېدل کلک وغندل، یو میلیارد ډالر مرسته یې بیرته وګرځوله او په راتلونکې یې د نورو مرستو د ګرځولو ګواښ هم وکړ.

د پمپیو له قوله، جوړجاړي ته د غني او عبدالله نه رسېدل د امریکا ملي ګټو ته ګوښ دی او د هغي توافقنامې خلاف دي، چې امریکا ناټو او کابل ورباندې موافقه کړې وه.

په ورته وخت کې پمپيو له توافقنامې سره سم د خپلو ځواکونو په ایستلو ټینګار وکړ او یاده یې کړه، چې طالبان لا تر دې دمه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close