ټولنیزه برخه

د ټولنیزو شبکو له لارې د نیکۍ په کارونو کې ونډه اخستل

کامران ملک

په اوسط شکل ۱۸ سلنه افغانان دا مهال انترنیت ته لاسرسی لري چې ددی ۱۸ سلنی ۷۰ سلنه (چې ۱۰ سلنه د افغانستان مجموعي نفوس جوړوي) فیس بوک او پاتی یې ټویټر او نور ټولنیزی شبکی استعمالوي. ددی ۱۰ سلنی کی یې ۷ سلنه نارینه او پاتی ۳ سلنه یې میرمنې له فیس بوک استفاده کوي.

په اوسنی نړۍ کې که د ګناه کولو لپاره اسانه وسایل شتون لري په همغه اندازه د خیر او ثواب کارونو کولو لپاره هم ډيرۍ وسایل شته چې په ډیره اسانه توګه پرې نیک کارونه کولاۍ شو.

لدې جملې څخه ټولنیزه رسنۍ کیداۍ شي چې له لارې یې ښه او غوره مالومات د پیغامونو، انځورونو او ويډیوګانو په شکل له خلکو سره شریکیداۍ شي. اوسمهال په ټولنیزو رسنیو کې (په شمول د فیس بوک، ټویټر او یوټیوب) په زرګونو داسې صفحې شته چې مثبت ټولنیز، علمي او دیني مالومات او پیغامونه د خپلو د فیس بوک او ټویټر صفحو او یوټیوب چینلو له لارې په میلیونو خلکو سره شریکوي.

ددی ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو او انلان میډیا له لارې اوس خلک کولاۍ شي چې اړو او بې وزلو کورنیو سره په یوازی یو کلیک کولو سره د نړۍ په هر کونج کې خپلې نغدي مرستې شریکی کړي. ددی نغدي مرستو لپاره یوازې د یو بانکي کارت چې ماستر کارت ورته ویل کیږي شتون مهم دی نور په اسانه توګه هرڅوک د د یوې برنامې تمویل کولاۍ شي.

اوسمهال په افغانستان کې هغه مشهوره صفحی او شخصیتونه چې د یو مثبت ټولنیز علمي بدلون او د اسلام د یو درست انځور وړاندی کولو لپاره هڅې کوي عبارت دي له: شیخ محمد صالح پردل، مولوی عبدالسلام عابد، د المفلحون صفحه، ثناءالله مجددی، ویس بارکزی، داکتر وحیدالله مصلح، مولانا عبدالصبور، داکتر ذاکر نایک په پښتو او دری ژبو، وین سکالرشپ، افغانستان سکالرشپ، اصلاح انلاین، حامد افغان، اسامه جوهری، رحمت الله نوروز، عبیدالله حسام، زاهد جلالی، شفیع اعظم، مدثر اسلامی او داسی نور.

لوستي ځوانان کولاۍ شي ددغه وګړو صفحی تعقیب او وروسته خپله د خیر او خیرګڼی مبارزه پيل کړي. په یاده مبازه کې د لیکنو او ویدیوز پیغامونه نشرولو ترڅنګ د اړو کورنیو د تمویل او ورسره مرستو راټولونی کمپاینونه هم په اسانه توګه شروع کیداۍ شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close