افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

عبدالله: د امريکا د هڅو درناوی کوو او د بین الافغاني خبرو لپاره د زمينې برابرولو هيله کوو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي، د کرونا ويروس د نړيوال بحران پر مهال کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو د راتګ هرکلی کوي او دا يو ښه فرصت و، چې د ښاغلي پومپيو په هڅو سياسي بحران حل شوی وای، خو له دې فرصته سمه ګټه پورته نشوه.

ښاغلي عبدالله په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دوی د افغان ولس په استازولۍ د امريکا د هغو هڅو درناوی کوي، چې د عادلانه سولې په موخه د بین الافغاني خبرو لپاره زمينه برابروي.

نوموړي ټينګار کړی، چې هېواد کې د تلپاتې عادلانه سولې راوستل د افغان ولس لپاره ځانګړی اهميت لري او په دې اړه د امريکا د هڅو درناوی کوي.

عبدالله عبدالله په خپره اعلاميه کې ويلي، دوی د افغانستان د شته ستونزو حل يوازې په مذاکراتو کې بولي، په هېواد کې د تلپاتې عادلان سولې راتګ او د امنيتي ځواکونو بې طرفي ورته لومړيتوب لري.

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو د کابل حکومت د دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي لپاره کابل ته راغلی و، خو له دواړو نهيلی شو او له کابل وروسته د طالبانو استازو سره د ليدو لپاره قطر ته ولاړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د کابل حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له امله يې پر کابل د يو ميليارد مرستو بندولو پرېکړه کړې ده.

د کارپوهانو له نظره د کابل او واشنګټن اړيکې د ترينګلتيا پر لور روانې دي او مايک پومپيو د کابل حکومت اوسنی دريځ د امريکا د ملي ګټو خلاف بللی دی.

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عظیمی
میلمه
عظیمی

دا دوه ماضی په نامه مشران دی ښه زړه ته واچوی چه امریکا افغانستان ته یوازی د خپل ګټو د خوندی کولو د پاره راغله. دوی خپل ګټی اول په جنګ کی بللی او اوس یی په صلح کی وینی. هغوی ته ع او غ مهم نه دی. که طالبان د هغوی او افغانستان د ګټو په خوندی کولو کی کمک کولای شی نو دوی تر ع او غ و ب[ط] ته زړه ښه کوی. او ع او غ ته وایم چه نور د مزو وخت ختم سو د قرار پر ځای فرار درته بهتر دی. بیا به زاری کوی… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close