ادبي لیکني

ژاړه مه!

وحیدالله هاشمي

اې کمکیه مسلمان زېږ پښتونه زویه، ژاړه مه!

ټول پوهېږي چې ته له بېغیرتۍ نه ژاړې، ستا ژړا پر انسانیت ژړا ده.

خو ژاړه مه، هسې نه دا دانسان په جامه کې شیطانان فکر وکړي پښتون زوی مات شوی.

ته نه یې مات، ته ولاړ یي، ته خبرې کوې، تا بیګا ډوډی خوړلې، زه خبر یم ته ويده شوې، سهار دوخته راپورته شوې، لمونځ دې وکړ، دعا دې وکړه، بیا دې سترګې سرې شوې، پر انسان دې بیا وژړل، بیا مې درنه وغوښتل زویه ژاړه مه، تا راوکتل، پداسې حال کې مسکۍ شوې چې له سترګو دې د آبشار په څېر د اوښکو ترپهار ستا پر لمن آورېدل کېدو، ودې ویل کاکا جانه ژاړم نه، زړه مې درد کوي، دغه انسان چې بم غورزاوه اولاد درلود کنه!

مه ژاړه زویه، خدای پاک دې دوی پرخپلو ځانونو وژړوي!

نه کاکا جانه، ژاړم نه، څه وخت مخکې مې پلار پیسې پور کړې، ميله یې جوړه کړه، دسولې تړون ته مو ډېره خوشالي وکړه. هغه به هميشه په ژړا خدای ته زارۍ کولې، سوله یې غوښته!

وو زویه هغه بیچاره نه پوهېده چې هغه په همدې کار مجرم شوی وو، ځکه دا شیطانان سوله ځانونو ته مرګ بولي، نو زکه د سولې غوښتونکي وژني.

بس مه ژاړه، چای وڅښه!

آ، دا کلچه در واخله، وخوره زویه.

ژاړه مه جانانه!

نه ژاړم کاکا جانه، تېره ورځ مې پلار جان څه پیسې پور کړې، مور مې بیماره وه، هغه یې دښار غټ ډاکټر ته بوتله، اوس به زه دپلار جان پور څنګه اداء کوم، فکر کوم نور له ما د مدرسې سبق پاتې شو، اوکه سبق رانه پاتې شي، هسې نه زه هم د انسان په جامه کې یو درنده جوړ شم، او دخلکو اولادونه یتیمان کړم.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close