افغانستان

اشرف غني: عبدالله ته مې حکومت کې د ګډون وړاندیز وکړ، خو هغه رد کړ

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني وايي، د سياسي بحران د حل لپاره يې خپل سيال عبدالله عبدالله ته په کابينه کې د ګډون وړانديز وکړ، خو هغه رد کړ.

اشرف غني له خپلو دوو مرستيالانو سره په ويډيويي وينا کې وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو سره يې د روان بحران د حل لپاره ښه ناسته درلوده او ده خپل سيال عبدالله عبدالله ته په حکومت کې د ګډون بلنه ورکړه، خو هغه ونه منله.

ښاغلي غني زياته کړه، چې عبدالله په يوه شپه کې د اساسي قانون د تعديل غوښتنه کوله، خو دا کار ناشونی و؛ ځکه چې دا واک يوازې د اساسي قانون له لويې جرګې سره دی.

د اشرف غني په وينا په افغانستان کې د ګوندي حکومتونو وخت تللی او نور پر دې لاره نه ځي.

د امريکا له لوري د يوه ميليارد ډالرو د مرستې کمولو په اړه اشرف غني وويل، چې دا مرستې نه دي بندې شوي، بلکې مشروطې شوي او دوی به هڅه وکړي، چې له امريکا سره د مذاکراتو له لارې دا مرستې بېرته فعالې شي.

نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د امريکايي مرستو د کمولو سربېره حکومت احتياطي پلان په نظر کې لري او له ستونزو سره به مخ نه شي.

ښاغلي غني دا هم وويل، چې د سولې بهیر په اړه له امريکا سره سلامشورې کوي او واشنګټن د دې پروسې پيچلتيا درک کوي.

هغه له طالبانو هم غوښتنه وکړه، چې د کرونا ويروس پر ضد د مبارزې لپاره اوربند وکړي، تر څو په ټول هېواد کې د کرونا له امله د پېښېدونکي خطر مخنیوی وشي او خبرداری يې ورکړ، که د کرونا له امله کومه فاجع رامنځته شي، نو مسؤوليت به يې د طالبانو پر غاړه وي.

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو د کابل حکومت د دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي لپاره کابل ته راغلی و، خو له دواړو نهيلی شو او له کابل وروسته د طالبانو استازو سره د ليدو لپاره قطر ته ولاړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د کابل حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له امله يې پر کابل د يو ميليارد مرستو بندولو پرېکړه کړې ده.

د کارپوهانو له نظره د کابل او واشنګټن اړيکې د ترينګلتيا پر لور روانې دي او مايک پومپيو د کابل حکومت اوسنی دريځ د امريکا د ملي ګټو خلاف بللی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

د کابل اداره پوهیژئ چئ په اوربند کی یئ دیره ستره گته ده، که واقعین د کرونا ویروس په خاطر دوی همدردی شیئ اول دی د ایران مضلوم ولس چی کرونا ویروس سره دیر سخت لاس گروان دی باید تحریم زنئ لری کی، خو برعکس عمل دلته یئ په تحریم لری کولو کی کومی گتئ نسته، انشأالله حق تل بری من وی .

الحاج استاذ بیانزی

امریکایان ( د انګریزانو زامن لمسیان )هغه نه کوی چه وایی یی، او هغه نه وایی چه کوی یی ) .
پښتو کی یو متل دی وایی [ پردی مزدور سهار وختی پاڅیږی ]

د غلام او بادار اړیکی معلومی دی غلام د پلان جوړولو او تصمیم نیولو حق نه لری هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو جواز ورکړی شوی وی .

تول غلامان په ځانګړی دول ع او غ مزل ته وګوری چه د ایجړا ګانو به شان خبری او مزل کوی دغه د نوی یهودی استعمار د غلامانو د یرغملتیا ساتنی د پاره له غلامانو د نشو وخت کی مفعول جوړوی ویدیو یی ریکاردوی او ورته وایی چه د سرغړونی په صورت کی به دا علنی کیږی د کرزی او نورو غلامانو به ګډون دوی ټول له دغی مرحلی سکرین شوی دی.

د ع او غ تر منځ اختلافات د امریکایانو د مهندسی له مخی دی که یی جوړوی ع او غ څخه د جوړولو یا ورانولو په اړه ( رای یا هو ) نه غواړی غلامانو ته همدا چه [ دا وکړه او دا مه کړه ] دجالی فرمان دی او بس

غنی که طالبانو ته د کرونا له امله د اوربند یادونه کوی ولی غلام غنی ۵ زره بندیان نه خوښی کوی که دهغو بندیانو ترمنځ کرونا رامنخته شی په لس ګونو زرو نور بندیان هم ورسره وژل کیږی ادا مسولیت به دچا به غاړه وی .

مګر د غلامانو ګرمتیا مماغه د غلامۍ له شروع کیدو څخه وی چه دا بی ننګی یی نه وی منلی له هغه وروسته هغوی د رباط حیثیت لی په رموت کنترول مصنوعی کړنی ترسره کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close