
غزل/ صابر جان محصل
صابر جان محصل
دلبر مې په جهان کې له هيچا څخه نه غواړم
مرام د زړه مې شپو کې له سبا څخه نه غواړم
عابد د سومنات چې له ډبرې خير غواړي
نو څنګه به يې زه له کبريا څخه نه غواړم ؟
قانون د مينې دادى چې په اور کې سوځيدل دي
د شمعې په طواف کې يې رڼا څخه نه غواړم
د حسن انوارونو کې دې پټ منور وينم
دا کيف به زه هيڅکله له بل چا څخه نه غواړم
د طور په هسکه څوکه کې شغلې د حسن ښکاري
دا نور به زه مجنون بيا له صحرا څخه نه غواړم
نعره د انا الحق کې د منصور پټ وو رازونه
د راز په معنا پوهه له قضا څخه نه غواړم
د مينې امتحان کې يې کامياب له ربه غواړم
صابر زړه ته صحت مې له دوا څخه نه غواړم