شعـــــرونه

غزل/ تپاند زهاد

تپاند زُهاد

زمــا زړه او زمــا ځـــان درتـه ډالـۍ
مجـاهده درسـت جهـان درته ډالـۍ

ستا ښکلا ته ګل ګلاب ګوته په غاښ دي
هم غاټول او هم ریحان درته ډالۍ

مجاهده ته زماغـوث  الاعظـم یې
هم بغداد هم کابل جان درته ډالۍ

ښـایستـونو اقـتـداء درپسـې کــړي
د جنـت حـورې غِلــمان درته ډالـۍ

د حـریت ناوې په تـا بانـدې نازیـږي
د بلال د خـولــې اذان درتــه ډالـــۍ

یوسف مخې زه هر دم درته دُعا کړم
د دُعــاوُ سپیـن کاروان درتـه ډالـۍ

زه«تپاندزُهاد» دې ساتم د زړه په تل کې
زمــا ژونـد زمـا آرمـان درتــه ډالـۍ

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close