افغانستاناقتصاد

 د بندرونو د بندېدو له امله افغان سوداګرو ته سلګونه زره ډالره زيانونه اوښتي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د متشبثینو بورډ وايي، له پاکستان سره د سپين بولدک او تورخم بندرونو د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته زرګونه لارۍ بار ولاړې دي او سوداګرو ته سلګونه زره ډالره زيانونه اوښتي دي.

د متشبثينو د بورډ مشر رحم الدين حاجي اغا ويلي، په تورخم بندر کې ۵۸۳، سپين بولدک کې ۱۵۸۳ او په کراچۍ بندر کې ۴۰۰۰ بار لارۍ ولاړې دي، چې له امله يې سوداګر له سخت مالي زيان سره مخ دي.

د حاجي اغا په وينا له تېرو دوو اونيو راهيسې د تورخم او سپين بولدک بندرونه بند دي، يوازې يوه ورځ د تازه ميوو ۱۵۰ بار لاريو ته اجازه ورکړل شوه، خو وخت يې تېر و او ميوې يې خرابې شوې وې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې هم بندرونو په تړل کېدو اندېښنه ښودلې او وايي، له پاکستاني چارواکو سره مذاکرات روان دي، تر څو د سوداګريزو لاريو پر مخ د تورخم او سپين بولدک لارې پرانيستل شي.

تورخم او سپين بولدک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عامو مسافرو سربېره د سوداګريزو مالونو لپاره مهم بندرونه دي، چې هره ورځ له دې لارو زرګونه لارۍ دواړو غاړو ته مالونه وړي، خو اوس چې د کرونا ویروس له وېرې پاکستان دواړه لارې تړلي، په افغانستان کې د سوداګرو سربېره عام خلک هم له ستونزو او د اړتيا وړ توکو له کمښت سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x