افغانستانروغتیا

روغتيا وزارت: کېدای شي ۱۶ ميلیونه افغانان په کرونا ویروس اخته او ۱۱۰ زره ترې مړه شي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فیروز اندېښنه ښودلې، که خلک د کرونا ویروس خطر ته جدي پاملرنه ونه کړي، ښايي په ټول هېواد کې شپاړس ميليونه خلک په دې ناروغۍ اخته شي او ۱۱۰ زره ترې مړه شي.

فیروز الدين فیروز نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، تر اوسه د افغانستان په ديارلس ولايتونو کې د کرونا ويروس ۴۲ مثبتې پيېښې ثبت شوي، چې ۴۱ يې سړي او يوه يې ښځه ده.

د عامې روغتيا وزير اندېښنه ښودلې، ښايي په راتلونکو اونيو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې نورې هم زياتې شي او خبرداری يې ورکړی، که خلک او حکومت په ګډه د کرونا ويروس د مخنيوي په لارښوونو عمل ونه کړي، کېدای شي تر ټکان ورکوونکې کچې د کرونا ويروس مثبتې پېښې زياتې شي.

د عامې روغتيا وزير په وينا که شپاړس ميليونه خلک په کرونا ویروس اخته شي، ۷۰۰ زره کسان به په روغتونونو کې بستر ته اړتيا ولري، ۲۱۰ زره به جدي پاملرنې ته اړ وي او ۱۱۰ زره به له دې ناروغۍ مړه شي.

د حکومت د تازه پرېکړې له مخې په هرات ولايت کې به د خلکو په ګرځېدو بنديز ولګيږي او دا بنديز به له قرنطين څخه کم وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کرونا وایروس ناروغی وژونکی نه ده د وژلو وسیله ده دا یو الهی عذاب دی چه وحشی انسانانو د وحشت او مظالمو محصول او الهی عذاب دی. کله چه عذاب نازلیږی کله کله پکی د وچو له کبله لامده هم سوځی . الله ج دی د نوموړی وزیر او د ټولو نورو غلامانو او اشغلګرو په شمول دغه وشحیان په دی ناروغی اخته او زمونږ مظلوم اولس او ټول مظلوم بشریت له دغه لوی اهلی عذاب وژغوری دغه بیلونران به اوس د خپلو ځانو غم کوی او که د بیلونرو ډالرو . حیران به باتی وی چه دغه ډالری… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه. کرونا اروپا په ګونډو کړی ده.هر څه په ټپه دریدلو په حالاتو کی دی.هره ورځ مثبتی پیښی په زیاتیدو دی. ښارونه ټول تش،کار اوبار ټول دریدلی دی، د حکومتونو څخه لاره ورکه ده.ټول ویری ترهی اخیستی دی. داسی ښکاری چه وړوکی قیامت دی، دا په دا خاطر درته لیکم چه کرونا ټول ولس جدی ونیسی.ټول افغانان سره یو شی،په اتحاد په اتفاق د کرونا مقابله وکړی. اروپایی دولتونو متخصیصین دا وړاند ویینه کوی چه شپیته په سلو کی خلک به نیسی، ابته دا دولتونو جدی تدابیر هم نیولی دی. نو د روغتیا وزارت وړاند واینه بیلکل صحی ده.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x