افغانستانروغتیا

سعودي کې د کرونا له کبله یو افغاني خپل ژوند له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ا): په سعودي کې د کرونا ویروس له کبله یو افغانی چې په سعودي کې د کار لپاره مسافر و خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سعودي روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا څخه لومړی کس وژل شوی دی، ددوی په وینا دغه کس د افغانستان اوسیدونکی و.

د روغتیا وزارت زیاتوي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۰۵ نوې پېښې ثبت شوي چې په دې سره د ټولو اخته کسانو شمېره ۷۶۷ ته پورته شوه.

په دغه هېواد کې د کرونا له ویرې د مسجد نبوي او مسجد حرام په ګډون ټول جوماتونه تړل شوي دي.

ددې سربېره د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس له ویرې هوټلونه، عامه ځایونه، پارکونه، بازارونه او مسجدونه تړل شوي دی.

اوسمهال په ایټالیا کې ددغې وبا څخه له ۶زرو زیات کسان وژل شوي او له ۶۰زرو زیات پرې اخته شوي دي، ددې شمېرو سربېره په ټوله نړۍ کې د مړو شمېر نږدې ۱۷زرو ته رسیږي.

په پاکستان او افغانستان کې هم د کرونا ویروس ګڼ شمېر پېښې ثبتې شوي، پاکستان د ۹۰۰ پېښو خبر ورکوي په داسې حال کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې دمه د ۴۲ پېښو راپور ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت مشر فیروز الدین فیروز نن د سه شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د حکومت د بې پروایۍ له کبله ممکن افغانستان کې نږدې ۱۶ ملیونه خلک پر کرونا اخته شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close