
د یو ملیارد ډالرو مرستو کمښت زور به تر چا وخیژي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ا): وروسته تر هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یوې اعلامیې په ترڅ کې په سمدستي توګه د یو ملیارد ډالرو مرستو کمولو اعلان وکړ، او د یوه ملیارد نورو ډالرو د کمښت ګواښ يې د راتلونکي کال لپاره وکړ، په دې اړه پوښتنې را ولاړي شوې چې دغه مرستې به په کومه برخه کې کمي شي او زور به یې په حقیقت کې تر چا خیژي.
که څه هم اشرف غني ملت ته په وینا کې وویل چې د مرستو کمښت به ډیر تاثیر ونه لري او دا چې دوی له مخکې داسي یوه حالت ته چمتوالی لري، خو په اړه یې د شنوونکو نظر مختلف دی.
د کړکیچ نړیوالې ټولنې د اسیا څانګې مشره لورا میلر چې پخوا د بهرنیو چارو د پالیسۍ جوړونې په برخه کې ماموره وه او په ځانګړي ډول د افغانستان په موضوع کې د باراک اوباما په وخت کې ډیر کار کړی او د طالبانو سره یې مذاکرات کړي دي، په یوه ټویټ کې ویلي:
که امریکا یو بلیون ډالره مرسته سږ کال کموي او راتلونکی کال یو بلیون ډالر نور کموي، ددې مطلب سو چې دغه کومک به د افغانستان د امنیتي ځواکونو څخه کمیږي، ځکه چې په ملکي برخه کې د روان کال ۲۰۲۰ لپاره د امریکا ټوله کلنۍ مرسته ۵۰۰ ملیونه ډالره ده، او داسي تمه کیږي چې راتلونکی کال به تر دې هم کمه وي.
If the cut is $1 billion this year and maybe $1 billion more next, that has to mean cutting into support for Afghan security forces. Civilian aid is around $500 million this year and expected to be less next year. https://t.co/ISFQfnmqny
— Laurel Miller (@LaurelMillerICG) March 24, 2020
د نیویارک ټایمز خبریال مجیب مشال د اشرف غني پر دې خبره چې حکومت یې دداسي حالاتو لپاره چمتوالی لري، په خپله تبصره کې د نوموړي خبرې لاپي بللي دي، ځکه په وینا یې په ملکي برخه کې د امریکا ټوله مرسته تر ۵۰۰ ملیونو نه اوړي، حتما به دغه کمښت د امنیتي ځواکونو له مرستو کیږي.
مجیب مشال د اشرف غني څو میاشتې مخکې د اشرف غني د هغې مرکې یوه برخه هم نشر کړې چې نوموړي ویلي وه، که د امریکا مرسته نه وي، مونږ دومره وړتیا نه لرو چې خپل امنیتي ځواکونه د شپږو میاشتو لپاره وساتو.
There was bluster in President Ghani's statement that US cutting $1bn aid this year (and threatening to cut another $1bn) wont affect.
But he's been on the record before on how dependent Afghanistan remains. Annual US civilian aid doesn't cross $500 much — $1bn cuts into ANDSF. https://t.co/b2ckis16ov pic.twitter.com/SQdO4RBxxM
— Mujib Mashal (@MujMash) March 24, 2020
بلخوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر د افغان امنیتي ځواکونو د جګپوړو چارواکو سره د ویډیو کانفرانس له لاري خبرې کړي او هغوی ته یې د خپل اړخ څخه اطمینان وکړی چې امریکايي ځواکونه به ددوی د ځواکونو او افغان ولس تر څنګ ولاړ وي.
And that's important. That is evidenced daily by our military activities, but it's also evidenced by our commitment from day to day as we work to accomplish all of our objectives.”
— Pajhwok Afghan News (@pajhwok) March 24, 2020
خو د کتونکو په باور په عملي برخه کې امریکا سمدستي د مرستو کمښت اعلان کړی دی او د نورو کمښت ګواښ يې هم کړی دی، د امریکا اړوند ټیټ پوړو چارواکو له لوري د اطمینان ورکول به ددې لپاره چې امنیتي ځواکونو کې د اوس لپاره ګډوډي را منځته نسي.