خبرتیاوی او پیغامونه

د جنازې خبرتيا

 

 

د هلمند ولایت دروند شخصیت، سپین ږیری عالم د مدرسه العربیه انوارالقران مؤسس، د مرحوم الحاج فتح محمداکا او الحاج مولوي عبدالمالک صاحب مرحوم مشر ورور، د الحاج عبدالباري اخوند، الحاج عبدالعلي اخوند، الحاج مولوي عبدالسلام اخوند، الحاج عبدالحلیم اخوند، الحاج مولوي عبدالولي اخوند پلار
الحاج ملا موسی جان اخوند د 95 كلونو په عمر
د حق داعي ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ څخه رخصت سو.

د مرحوم جنازه سبا سهار چهار شنبه 10:00 بجې د هلمند ولایت لښکر ګاه ښار د صافیانو د کلي خیبر جادې ته څېرمه د سپینې پوستې لمرخاته لوري ته په مدرسه عربیه انورالقرآن کي اداء کیږي.

همدا راز د مرحوم د فاتحې ټولې ورځې په همدغه مدرسه کي ترسره کیږي.

انا لله وانا اليه راجعون

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون
، الله ج دی وبخښی او د هغو ټولو شو کړنو اجرونه دی الله ورکړی او کورنی ته یی تسلی ورکوو چه د مرحوم غیر حاضری محسوس نه کړی .
په دغه کوچنی ایت کی د ټولو مخلوقاتو په ځانګړی ډول مونږ انسانان ابتدا او انتهی نغشتی چه مونږ نه وو، هست شول، بیا نیست او بیا هست کیږو.
به دی مبارکه ایت کی د الله ج خالقیت او مالکیت یادونه کیږی چه یواځنی خالق لایزال او مالکی لایزال همدغه لوی ذات دی او بله مهمه دا چه مونږ مخلوقات به ټول فنا او خالق لایزال به یواځنی ذات وی چه تل وو او تل به وی

دا لوی بحثت دی کتابونه پری لیکل شوی او لیکل کیږی زه په همدی څو جملو بسنه کوم الله ج دی نور خیر پیښ کړی الهم ربنا اتنا فی الدنیا حسنه و فی الاخره حسنه و قنا عذاب النار

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close