
کرونا ویروس: جاپان کې اولمپیک سیالۍ راتلونکي کال ته وځنډیدې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د اولمپیک سیالیو کمیټې د جاپان حکومت سره له سلا مشورو وروسته د روان ۲۰۲۰م کال اولمپیک سیالۍ راتلونکې کال ته د ځنډولو پریکړه کړې ده.
د اولمپیک نړیواله کمېټه وایي چې دغه لوبې به د راتلونکي ۲۰۲۱م کال اوړي کې ترسره شي، خو نوم به یې د ۲۰۲۰م اولمپیک وي.
To safeguard the health of the athletes and everyone involved in the Tokyo 2020 Games.
The Tokyo 2020 Olympic and Paralympic Games will now take place no later than summer 2021.
— #Tokyo2020 (@Tokyo2020) March 24, 2020
ټاکل شوې وې چې دغه سیالۍ به د روان ۲۰۲۰م کال جولایي میاشتې په ۲۴مه نېټه د جاپان په پلازمینه ټوکیو کې پېل شي، خو د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په خاطر راتلونکي کال ته وځنډول شوې.
دغه سیالۍ د ټوکیو د اولمپیک سیالیو لوبغاړو، سپانسرانو، د لوبو خپروونکو تلویزوني شرکتونو او د نړۍ ګڼ شمېر ملي اولمپیک کمیټو په غوښتنه وځنډیدې چې اصلي لامل یې د کرونا ویروس خپریدل او د نندارچیانو نه شتون و.
جاپان پر اولمپیک سیالیو په جوړولو نږدې ۱۳ ملیارده ډالر لګولي خو د جاپان ملي ارزوني هیئت دغه لګښت څه د پاسه دوه چنده ښودلی او زیاتوي چې د لوبو د ځنډولو په حال کې به دغه لګښت له دې هم زیات شي.
د یادونې ده چې د کرونا نړیوالې وبا نه یوازې د ټوکیو اولمپیک سترې سیالۍ وځنډولې بلکې د فوټبال، کرکټ او بېلا بېلې سپورتي نړیوالې او تجارتي سیالۍ ځنډولي دي چې په دې لړ کې ملیاردونه ډالر زیان اوښتی دی.