افغانستان

د اشرف غني او عبدالله د اختلافاتو په اړه د امریکا اعلامیه څه مانا درلودلای شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په کابل کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني له جورجاړي څخه ناهیلی ستون شو، د یوې اعلامیې له لارې یې د غني او عبدالله تر منځ جوړجاړي ته نه رسېدل ټینګ وغندل او تر څنګ یې ګواښ وکړ، چې له کابل سره د کېدونکې مرستې له منځه به یو میلیار ډالر سږ کال او یو میلیارد نور په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې ګرځول کېږي.

که څه هم اشرف غني د ملت په ادرس د نن ورځې په کړې وینا کې ډاډ څرګند کړ، چې دوی د احتیاطي حالت لپاره پلانونه له وړاندې نیولي او د امریکا د مرستې کمېدل به په بنسټيزو چارو اغېزه ونکړي، خو د شنونکو له حافظې بیا دده  هغه وینا لا نه ده وتلې، چې ویل یې د بهرنیانو له مرستو پرته یې حکومت شپږ میاشتې هم دوام نشي موندلای.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال «مجیب مشال» په دې اند دی، چې د اشرف غني نننۍ ادعا، چې ګواکي د امریکا د مرستو کمېدل به په بنسټیزو چارو اغېزه ونکړې، هسې هوا ګزول دي، ځکه دده په خبره، امریکا له افغانستان سره په ملکي برخو کې یوازې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې مرسته کوي، نو ځکه که هغوی یو میلیارد ډالر ګرځوي، ضرور به یې د افغانستان د امنیتي سکتور له مرستې راګرځوي.

د امریکا په اعلامیه کې، ددې تر څنګ ویل شوي وو، چې د عبدالله او غني جوړجاړي ته نه رسېدل د امریکا ملي ګټو ته خطر او په دې هیواد کې د قرباني شویو بهرنیو او داخلي سرتېرو قربانیو ته سپکاوی دي، نو ځکه که یو ټول شموله حکومت جوړ نشي، د امریکا متحده ایالات به اړ شي له افغانستان سره په خپله ملګرتیا له سره غور وکړي.

د کړکېچ د نړیوالې ټولنې د اسیا د څانګې مشره «لورا مېلر» چې د افغانستان له چارو سره نږدې پاتې شوې او دلته یې یو وخت د ډيپلوماټې په حیث ماموریت ترسره کړی، په دې نظر ده، چې امریکا نوره د کابل حکومت له ملګرتیا ستړې ده او نور هغې ستراتېژي تغیر موندلی، چې له مخې یې د کابل حکومت ساتنه اړینه بلل کېده.

ددې په نظر د امریکا له لوري سخت شرطونه وضع کول همدا مانا لري، چې امریکا ته نور د خپلو ګټو د ساتنې په برخه کې حکومت په ښه نه ورځي.

ځیني شنونکي بیا په دې باور دي، چې په بهرنیو مرستو ولاړو بنسټونه به د امریکا له مرستې پرته تر ډېره دوام ونکړای شي او دا مرستې بهرنیانو ته د حکومت هغه رګ په ګوتو ورولي، چې په نیولو سره یې بیا حکومت اړ وي، د هغوی هرې خبرې ته د هو سر وخوځوي.

امریکا کې مېشت د سیاسي چارو افغان کارپوه «وحید فقیري» د امریکا د مرستو کمېدل، د امریکا د ډيپلوماټیکي وسلې ګوزار بولي او په خبره یې، امریکا نور د کابل حکومت په مشرانو باور نه لري او هغوی د سولې په وړاندې خنډ بولي.

په امریکا کې د ډونالډ په راچاپېره حلقه کې حاکم ذهنیت هم ددې تقاضاء کوي، چې امریکا نور په خپل لاس د نصب شوي حکومت له لاسنیوي لاس واخلي. هغه حکومت چې دوی ته په ټریلیونونو ډالر بیه پرېووت، خو نه یې ددوی اهداف تعقیب کړای شول او نه یې هغه په نشت برابر څه وساتلای شوای،  چې د اتلس کلنو لاسته راوړنو په نامه یادېدل.

د حکومت دننه اوج ته رسېدلی اداري فساد، په امنیتي ځواکونو کې د انګېزې نشتون، د جنګسالارانو، مفسدینو او د افغان ټولنې له لوري د استفراق  شویو اشخاصو له لوري د ځاني ګټو هڅې او له بهر څخه له یوه بکس سره د راغلو ډيموکراټانو له لوري د ډیموکراسي لمن په سر ور اړول نور هغه لاملونه دي، چې په امریکا یې د پاتې کېدلو حجتونه ورک کړل او دا هیواد یې اړ ایستلی، نور افغانستان افغانانو ته پرېږدي او دوی خپلې پښې سپکې کړي.

په دغسې یو حالت کې د امریکا او نړیوالې ټولنې سترګې یوازې «طالب» ته ور اوړي، هغه چې دوی ورسره میاشت وړاندې د خپلو عسکرو د ایستلو توافقنامه لاسلیک کړه او تر دې دمه یې هغوی په خپلو کړو ژمنو ولاړ ولیدل.

کابل کې مېشت افغان ژورنالست او د سیاسي چارو شنونکی «علي محمد لطیفي» وايي، کابل د اوږدې مودې لپاره د طالبانو په لیکو کې د انشعاب دعوه کوله او په دې تمه ناست وو چې ټرمپ به جنګ وغځوي او دوی به وساتي، خو د لطیفي په قول، اوس د امریکا اعلامیې ښکاره کړل چې ډونالډ ټرمپ او طالبان کابل حکومت څومره سپک ورسره اخلي.

کابل ته د پمپيو د سفر په مهال یو څه د هغه عکس په باره کې هم ښکته پورته کېدل، چې پمپیو او د دپمپیو د یوې هیوادوالې خاوند «محب» پکې یو ځای لیدل کېدل، په ټولنیزو رسنیو کې حکومت پلوه فعالانو دې ټکي ته خوښي ښوده، چې محب باندې څو میاشتې وړاندې امریکایانو په ملاقات بندیز ولګاوه، خو اوس پمپيو او محب یو ځای لیدل کېږي.

بهر میشتی فعال «عمران فېروز» دې ټکي ته په کتو ویلي، چې خلګ دې عکس ته خوشاله دي، خو دې ځای ته نه ګوري، چې پمپیو له محب سره تر عکس اخستو څو ساعته وروسته یو میلیارد ډالر مرسته ترې وګرځوله.

په هر حال د امریکا اعلامیه د خپل ډول او محتوا له پلوه بې سارې وه، دې اعلامیې د نورو تر څنګ د  بلخ د پخواني والي «عطاء محمد نور» هغه خبره حقیقت ثابته کړه، چې ویلي وو، بهرنیان دوی تر استعمالولو وروسته د پیپسي د بوتلونو په څېر غورځوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ستاسي دا خبره سمه نه ده چي واياست :«دې اعلامیې د نورو تر څنګ د بلخ د پخواني والي «عطاء محمد نور» هغه خبره حقیقت ثابته کړه، چې ویلي وو، بهرنیان دوی تر استعمالولو وروسته د پیپسي د بوتلونو په څېر غورځوي». تاسي دې لاپوک ساکښ ته په دې توګه پرستيژ ورکوئ. دا خبره د هغه نه ده. دا د نورو عالمانو او سياست پوهانو د تجربو پر بنسټ ولاړه خبره ده چي کلونه کلونه يې تر ده دمخه کړې وه او ما ۱۲ کاله دمخه په خپل کتاب (زموږ د دښمنانو تور تاريخ او شومي موخي، ۲۹۹ مخ) کي… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close