افغانستان

روسیه: افغان مشران دې په رسمیت پېژندل شوی حکومت جوړ کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» وایي، افغان مشران دې سیاسي اختلافات یوه لوري ته کړي او یو نړیوال په رسمیت پېژندل شوی حکومت دې تشکیل کړي.

سپوتنیک خبري اژانس د کابلوف له قوله لیکلي، چې امریکا له افغانستان سره له خپلو مرستو د یوې سیاسي آلې په حیث استفاده کړې او ددې لپاره یې کارولې، چې اشرف غني او عبدالله د خپل امر منلو ته اړ کړي.

کابلوف زیاته کړې، چې دوی تر دې مه له افغانستان څخه دګرځول کېدونکو مرستو د مثبت او منفي او اغېز په اړه څه نشي ویلای.

نوموړي ددې تر څنګ د کابل حکومت له مشرانو غوښتي، چې اختلافات یوه لوري ته کړي او یو داسې حکومت جوړ کړي، چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني.

کابلوف وروسته له هغه له غني او عبدالله د یوه رسمي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» ددوی دواړو تر منځ د اختلافاتو په حل ونه توانېد او امریکا ته له ستنېدو سره هم مهاله یې له حکومت سره کېدونکې یو میلیارد ډالر مرسته وګرځوله.

امریکا ددې تر څنګ د اشرف غني او عبدالله اختلافاتو ته په کتو پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې به په خپلو لویو پروژو له سره کتنه کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

مرګ پر روسيه، مرګ پر امريکا !
موږ د روس او امريکې ښکېلاک او بربنډو مداخلو تر دې بده حاله راورسولو، موږ د دغو دوو تاريخي جنايتکارو ځواکونو لاسوهني زموږ په ګران هيواد کي په کلکو ټکو غندو. دوی دي زموږ څخه لاس واخلي او موږ دي پر خپل حال پرېږدي. دوی په دغو سياست ګريو، تلو راتلو او وعد ووعيد زموږ عامو خلکو ته بې له خوارۍ بل هيڅ نه ورکوي. نو ای خلکو ! ای د ملي اردو او پوليسو افسرانو او سربازانو را پاڅئ، غليمانو او د هغو شرمېدلو ګوډاګيانو ته نه وواياست او پر هغو راټول سي چي ستاسي او د دې هيواد د دې توپاني بېړۍ د ژغورلو وړتيا لري. ددغو دوو ګوډاګيانو ع و غ پر ضد پاڅونونه وکړئ، پلوي يې پرېږدي او تاريخ ته داسي کار وکړئ چي نومونه مو د هيوادپلورونکو پر ځای په هيواد پالونکو کي راسي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close