روغتیا

هرات کې د کرونا ۳۲ تازه پېښې ثبت شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د‌ عامې روغتيا وزارت په هرات ولايت کې په تېرو څلورويشت ساعتونو کې د ۳۲ نويو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي.

په دې سره هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېره ۷۴ تنو ته رسېدلې ده.

له دې وړاندې د عامې روغتيا وزارت مشر فيروزالدين فيروز د رسنيو پرمخ عام ولس ته خبرداری ورکړی و چې د بې پروايۍ په صورت کې ممکن دغه ناروغي له ۱۶ مليونو زيات کسان اغيزمن او تر ۱۱۰ تنه ووژني.

تېره ورځ د روغتيا وزارت وياند وحيد الله مايار رسنيو ته ويلي وو چې حکومت د کرونا په مخنيوي کې جدي نه دی، چې دا به ددې د لا خپريدو لامل شي.

د يادونې ده چې کرونا ويروس په نړۍ کې تر دې مهاله نږدې ۱۷نيم زره کسان وژلي او له ۴۰۰زره زيات پرې اخته شوي دي. د يادو شمېرو له مخې له ۱۰۰زرو زيات بيرته روغ شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close